پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه سربیا کې د بس د چپه کېدو په پېښه کې ۳۰...

په سربیا کې د بس د چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ افغان او نیپالي پناه غوښتونکي ژوبل شول

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د سربیا تلویزیون پرون (شنبې) وویل چې د دغه هیواد په جنوب ختیځ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ تنه افغان او نیپالي پناه غوښتونکي ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، له درو تنو پرته چې په روغتون کې پاته شول، د نورو ټپونه برسېرن وو او ژر له روغتونه رخصت شول.

دا پېښه د جمعې په ورځ بیلا پالانکا ښارګي ته نژدې په لویه لاره کې وشوه.

سربیا لوېدیځې اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په لار کې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې نژدې سل زره پناه غوښتونکي د سربیا له لارې د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته تېر شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب