پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهشدید ورښت، او بادونو په ننګرهار کې تر ۳۰ ډېر مړه کړي...

شدید ورښت، او بادونو په ننګرهار کې تر ۳۰ ډېر مړه کړي او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل کړي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) په ننګرهار کې د شدیدو ورښتونو او توپان له کبله د یوې کورنۍ د ۱۱ غړیو په شمول لږترلږه ۳۵ تنه مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې سیلونو او ورښتونو ډېر زیان په سرخ رود او بهسود ولسوالیو او جلال اباد ښار کې اړولی دی.

توپان ګڼې ونې او د برښنا ستنې ویجاړې کړي دي.

د سرخرود ولسوالي په یوه کور کې ۱۱ تنه هغه مهال مړه شول چې چت پرې راولېده.

باختر خبري اژانس وايي چې دا پېښه د سرخرود په مستي خېلو کلي کې شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ننګرهار په روغتونونو کې نژدې ۲۵۰ تنه ټپیان بستر شوي دي. په روغتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او لا هم له لېرې پرتو سیمو څخه ټپیان روغتونونو ته وړل کېږي. له همدې کبله ویره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي چې سیلونو په ۵ ولایتونو کې تاوانونه اړولي دي.

په کونړ ولایت کې لږ لږه ۵ تنه مړه شوي دي.

یوه ښځه په اسمار ولسوالي کې، درې تنه نور د مرکز اسعداباد په دم کلي او یو تن په اډوال سیمه کې سیل وړي او وروسته یې جسدونه موندل شوي دي. سیلونو د انساني تلفاتو ترڅنګ سړکونه، پلچګونه او سربندونه هم وړي او ډېره کرنیزه مځکه یې له ولاړو فصلونو سره ویجاړه کړې ده. سږنی کال د ورښتونو او سیلونو له پلوه په افغانستان کې بې ساری دی. د ملګروملتو د راپور له مخې، په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې دومره شدید ورښتونه نه و شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب