Homeخبرونهد کډوالو لویه کمیشنري: له پاکستانه اکثره تللي کډوال په زوره ایستل...

د کډوالو لویه کمیشنري: له پاکستانه اکثره تللي کډوال په زوره ایستل شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري (UNHCR) وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان څخه ۲۰ زره ۸۰۲ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ۱۵۵۶۳ یې په خپله خوښه ستانه شوي او ۵۲۳۹ یې ایستل شوي دي.

د UNHCR د هغه راپور له مخې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، افغانستان ته د ټولو راستنو شویو کډوالو له 57٪ څخه ډیر په زوره ایستل شوي، په داسې حال کې چې له 42٪ څخه ډیر په خپله خوښه راستانه شوي.

UNHCR ټینګار کوي چې په راستنو شویو کډوالو کې د راجسټریشن ثبوت (POR) کارتونه، د افغان تابعیت کارت (ACC)، د UNHCR د پناه غوښتنې اسناد، او هغه مهاجر شامل دي چې هیڅ ډول اسناد نه لري.

د راپورونو له مخې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي.

یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵۹۶ افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره افغانستان ته راستانه شوي دي.

سره له دې چې د UNHCR او د بشري حقونو د مختلفو سازمانونو له خوا له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج د درولو غوښتنه شوې، دا بهیر بې له ځنډه دوام لري.

راپورونه ښيي چې دا مهال په پاکستان کې ۳.۱ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ۱.۳ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...