پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان له افغان او سوري کډوالو سره...

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان او سوري کډوالو سره د ترک ځواکونو ناانساني چلند مستند کړی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د بشري حقونو د څار اداره (HRW) وايي، له افغان او سوري کډوالو سره د ترکیې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د غير انساني چلند ډېرې پېښې يې مستند کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان یا Human Rats Watch دا خبره نن د دوشنبې په ورځ (د سرطان۲۵) په یوه راپور کې اعلان کړه.

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان او سوري کډوالو سره د ترکیې د ناوړه چلند په اړه راپور د ملګرو ملتونو د شکنجې خلاف کمېټې له ارزونې مخکې خپور کړ.

دې ادارې هیله څرګنده کړې چې په ترکیه کې ټول [وحشیانه، غیر انساني، له سپکاوي ډک چلند او سزا] وڅېړل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، ترکيې ته راغلي افغان او سوري کډوال شکنجه شوي، په ډزو وژل شوي او په زوره شړل شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، ډېری افغان کډوال له ایران څخه ترکیې ته تللي. راپورونه ښيي چې ترک ځواکونو افغانان له ایران څخه د وراوښتو په مهال او یا په لاره نیولي، وهلي او شکنجه کړي دي.

په ډیرو مواردو کې یې ډزې پرې کړي او وژلي یې دي.

دا په داسي حال کې ده چې ځینې ترک چارواکي وايي، که افغان کډوال نه وي، د ترکیې مالداري ختمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب