دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد بنو ځانمرګي برید ۳ پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۲ نور ټپیان...

د بنو ځانمرګي برید ۳ پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۲ نور ټپیان کړي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) پاکستان د کوزې پښتونخوا په بنو کې پر خپل یوه پوځي مرکز د ننني ځانمرګي برید له امله د ۳ پوځیانو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د دغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پر غاړه اخیستی.

د چارواکو په وینا، بریدګرو لومړی پر پوځي مرکز موټر بم او بیا وسله وال برید وکړ، چې بریدونو یې څو ساعته دوام وکړ.

پر پاکستاني ځواکونو له څه مودې راهیسې بریدونه زیات شوي، چې اکثره یې د پښتونخوا په اړوندو سیمو کې دي.

پاکستان د دې بریدونو تر شا له افغان خاورې د کار اخیستل کېدو ادعا لري او تور پورې کوي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه او د افغان طالبانو ملاتړ ورسره لري.

پر افغانستان واکمن طالبان دا ادعا ردوي او بې اساسه یې ګڼي.

پښتانه ملتپال بیا باور لري، چې پاکستان هم پښتنو سیمو ته خپل اجیر جنګیالي د پښتنو د ځپلو لپاره راولي او هم د دغو جنګیالیو د ځپلو په نوم له خپلو نړیوالو متحدینو مرستې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب