دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهد ملاحسن اخوند په مشرۍ د طالبانو کابینې پر یو شمېر موضوعاتو...

د ملاحسن اخوند په مشرۍ د طالبانو کابینې پر یو شمېر موضوعاتو بحث کړی

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د طالبانو اسلامي امارت د کابينې غونډه د دوی د رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ پر يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې کړې دي.

د چارو ادارې ریاست په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د آقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلومتره ځمکې د استملاک په اړه بحث شوی او يو پلاوی ټاکل شوی، چې د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا رنګه، په یاده غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کابل- کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايلې يې د طالبانو رياست الوزرا له مقام سره شريکه کړي؛ ترڅو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.

د دې تر څنګ نیوکې دا دي، چې ډېر لږ ځله د طالبانو د کابینې له ادرسه د شویو پریکړو د عملي کېدو خبرې اورېدل شوي.

6 COMMENTS

  1. مجلس کیږی خو عمل کی بیا څه نه لیدل کېږي.

    د پاشدان بند تیر منی د تدارکاتو له کمسیون څخه منی پاس شوی او ډېر نور بندونه پاس شول خو لا خبر نشته.

  2. مجلس کیږی خو عمل کی بیا څه نه لیدل کېږي.

    د پاشدان بند تیر منی د تدارکاتو له کمسیون څخه منی پاس شوی او ډېر نور بندونه پاس شول خو لا خبر نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب