Homeخبرونهیونیسف: افغانستان کې تر ۴۰ سلنې ماشومان په رواني ناروغیو اخته شوي

یونیسف: افغانستان کې تر ۴۰ سلنې ماشومان په رواني ناروغیو اخته شوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال صندوق ( یونیسف) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تر ۴۰ سلنې پورې ماشومان په رواني ناروغیو اخته شوي.

د دغې ادارې د موندنو له مخې، له دې ډلې تر ۲۴ سلنې پورې ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، د شدید اضطراب وضعیت سره مخ شوي.

له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل د دغو رواني ناروغیو یو مهم دلیل یاد شوی.

سربېره پر دې د جګړې دوام، کډوالي، بې وزلي او د ناچاوده توکیو د چاودنو دوام او وېره د دغه وضعیت له نورو لاملونو ګڼل شوي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً داسې خبرونه ردوي او د دوی له واکمنۍ راهیسې د افغانستان په وضعیت کې د مثبتو بدلونونو ادعا لري.

تر دې مخکې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم د طالب واکمنۍ له بیا پیل راهیسې په افغانستان کې د رواني او نورو ناروغیو د زیاتوالي خبرونه ورکړي او د دغې واکمنۍ افراطي قیودات او عملونه یې یو مهم لامل ګڼلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...