شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد دولت په توګه طالبانو سره پر نه چلند د ملګرو ملتونو...

د دولت په توګه طالبانو سره پر نه چلند د ملګرو ملتونو ټینګار

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳۰ مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب له را نږدې شوې درېیمې ناستې سره هم مهاله، د دغه نړیوال سازمان د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ټینګار کړی چې یاد شوی سازمان طالبانو سره د یوه دولت په توګه چلند نه کوي.

د هغه په وینا، ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښځو سره جنسیتي تبعیض په جدي ډول د اندېښنې وړ ګڼي او د ښځو د حقونو تامینول غواړي.

د حق له څرګندونو مخکې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنټ له دغه نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې طالبانو سره د یوه دولت په توګه چلند ونه کړي.

بېنیټ دا هم ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ظلم اوج ته رسېدلی.

راپورونه ښيي، چې ملګرو ملتونو د دوحې د روانې میاشتې غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه د دوی په غوښتنه د غونډې له اجنډا څخه د بشري او ښځینه حقونو په ګډون یو شمېر موضوعات حذف کړي.

ملګرو ملتونو او طالبانو نه دي ویلي، چې د دغه ناندریز ګډون په اړه د دوی توافق د کومو شرایطو په اساس شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی