دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ابراهیم زاده لخوا د ۳۷ میلونه ډالرو په بهر ته وړلو...

د ابراهیم زاده لخوا د ۳۷ میلونه ډالرو په بهر ته وړلو د سرور دانش تورنیدل

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳۰ مه) د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده په یوه پرانیستي لیک کې د یاد شوي نظام د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش تورن کړی، چې ۳۷ میلیونه ډالره یې ترکیې او نورو بهرنیو هېوادونو ته ایستي.

د هغه په وینا، دی په دې اړه مستند اسناد لري او خپرولی یې شي.

عباس زاده په دغه لیک کې پر سرور دانش نورې توندې نیوکې هم کړي او دی یې یو بې ډارن، بې دریځه او په قسمت د ولسمشر د مرستیالۍ تر څوکۍ رسېدلی کس یاد کړی.

د عباس زاده په وینا، هغه د علي مزاري او نورو هزاره ګانو په نوم د هېواد د درېیم واکدار تر څوکۍ ورسېد، خو خلکو ته یې کوم خدمت ونه کړ او اوس یې نیوزیلینډ نه د خیالي ګوند له اعلانولو سره په افغانستان کې د فیډرالي نظام د جوړولو خوب لیدلی.

سرور دانش د عباس زاده تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ښاغلی دانش مخکې د نورو افغانانو لخوا هم په ورته تورونو تورن شوی و، خو اوس لیدل کیږي چې خپله د هزاره څېرو په منځ کې هم پراخ او مشهور مخالفان لري.

3 COMMENTS

  1. د دغه بی هویته ایرانی او د افغانستان تر ټولو غټ دښمن سرور بیدانش د غلا او فساد دوسیی د هیواد دننه او بهر د افغانانو لخوا باید راوسپړل شی.
    دغه بی دانش په لس هاوو ایرانی جاسوسان په ضمانت له بنده خلاص کړیدی.

  2. بې دانش چې کله د عالي تحصیلاتو وزیر وو ، له دایکندي ولایت نه چې 3000 شاګردانو کانکور کې آزموینه ورکړې وه ، ټول 3000 تنه د افغانستان پوهنتونونو ته کامیاب کړل . اکثریتو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړل .
    له نورو قومونو سره یې سخت تضاد درلود. د علیپور په نوم یاغي او باغي چې د ملت یوه هلیکوپتره یا څرخي یې په میدان وردګو کې راوغورځوله ، د ملي اردو ټپي سرتېرو سره دوه وطندوسته پیلوټان یې شهیدان کړل ، په ضمانت له زندان نه خلاص کړ.
    د دغه جناب د دفتر 200 نه زیات میرزایان ټول د یوه قوم خلک ول . خیانت او ظلم نور لا څه ته وایي .

  3. سلامونه ،
    …او کرزی خان او غني اشرف خان ېې هم سیل کاوو او قاضیان خو تر ستوڼي په فساد ډوب ول!!!
    ….ط ط هم د شل میلیارډرانو یا بلیونرانو = ارب پرستانو دوسیې او قصرونه او کورونه څېړلي خو د سر پرستۍ له کبله صرف دحج لپاره له تور لیسته ووځي نور په تورو …. زلفو کې دXV.پیړۍ پټ دي. عمل نه سي کولای!!
    توبه د نصوحا !وباسئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب