شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+په سیاست کې د تدبر او تعقل پایله

په سیاست کې د تدبر او تعقل پایله

ژباړه: قاسم امیری

په دوهمه نړیواله جګړه کې کله چې د متحدینو ګډ پوځ (جرمني، ایټالیا، جاپان) د متفقینو (انګلستان، فرانسه، امریکا، روس) برخه فرانسه تر خپلې ولکې لاندې راوسته؛ د پاریس ښار په (فونټن بلو) ماڼۍ کې دري اړخیزه سري (پټه) ناسته جوړه شوه چې د انګلستان له خوا پکې چرچیل، د جرمني له خوا پکې هېټلر او د ایټالیا لخوا پکې موسولیني ګډون درلود.

په دې ناسته کې هیټلر چرچیل ته په خطاب کې وویل: اوس چې د جګړې پایله کابو څرګنده ده او د اروپا تر ټولو ستر ځواک، ضمناً د انګلستان تر ټولو ښه ملګری او مټ (فرانسه) ماته شوه؛ نو پکار ده چې انګلستان د عام وژنې څخه د مخنیوي په خاطر د خپلې ماتې او نازیانو ته د تسليمیدو هوکړه لیک لاسلیک کړي، تر څو جګړه ختمه او سوله راشي.

چرچيل هیټلر ته په ځواب کې وویل: له بده مرغه چې داسې هوکړه لیک تر اوسه نشم لاسلیکولی؛ ځکه چې تر اوسه انګلستان نه یواځې ماته نۀ دۀ خوړلې بلکه د جرمني په وړاندې په بشپړ ځواک سره جنګیږي.

هېټلر او موسولیني د چرچیل لدې غبرګون څخه پۀ غوسه شول خو چرچیل دوی بیا هم خونسردی ته راوبلل.
چرچیل پر دوی غږ وکړ: تاسو مۀ پۀ غوسه کیږئ. انګریزان پۀ شرط تړلو ډیر باورمند دي، آیا حاضر یاست د دې قضیې د حل لپاره یو بل سره شرط وتړو؟

هر چا چې شرط وګاټه، مقابل اړخ یې باید ورسره ومني او د شرط ګټونکی به د جګړې ګټونکي وي. هیټلر او موسولیني دواړو شرط تړلو ته په لیوالتیا سره غاړه کېښوده.

پدې وخت کې دوی دری واړه د یو ستر ډنډ (حوض) په غاړه ناست وو چې چرچیل هیټلر او موسولیني ته پۀ خطاب کې وویل: هاغه په اوبو کې لوی کب (ماهی) وینئ؟ که هر چا هغه کب ونیو؛ د جګړې ګټونکی دی.

هیټلر سمدلاسه د ملا څخه چانټه راخلاصه کړه او د ټوپک شاجور یې بدل کړ، پۀ پرلپسې توګه یې د کب ویشتل پۀ نښه کول، خو ونۀ توانید چې کب وولي بلکې ستړی ستومانه راستون شو. چرچیل دا ځل موسولیني ته ورغږ کړل: اوس نو ستا نوبت دی، هغه کب ونیسۀ!

موسولیني د هیټلر ناکامې هڅې ته پۀ کتو خپل کمیس وه ایست او ځان یې اوبو ته ور واچاوه. موسولیني د ډیرو هڅو سره سره پداسې حال کې چې له ډیرې ستړیا یې ساه بنده، بنده کېده؛ بیرته راوخوت او خپل عجز یې په تش لاس راستنېدو سره څرګند کړ.

اوس نو د چرچيل نوبت راورسید، چرچیل خپله څوکۍ لږ نور هم د ډنډ څنډې ته ورنږدې کړه. پداسې حال کې چې د سګرټ لوګی یې په خورا غرور د هېټلر او موسولیني خواته ور پو کاوه، د اوبو ګیلاس یې راواخیست او د ډنډ اوبه یې ګیلاس ګیلاس له ډنډ څخه د باندې تشولې.

هېټلر او موسولیني چې له ډیرې غوسې سره او شنه کېدل، ورغږ کړل: آیا ته په مونږ ملنډې وهې، آیا مونږ د کب نیول شرط نه وو ایښئ؟

چرچیل له قهقه خندا څخه وروسته مخ ور واړوه: زه د دښمن په ګنډو کولو او ماتولو ته هغومره بیړه نلرم لکه تاسو چې وښوده. زه خپله لاره او طریقه په خورا ډاډ او احتیاط تعقیبوم. کله چې د ډنډ اوبه وچیږي، کب هیڅ د تېښتې لار نه لري بلکې له هر راز زیان پرته زما لاس ته راځي. که څه هم دا کار وخت نیسي؛ اما بری پکې یقیني دی او دا د چرچیل سیاست دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب