Homeخبرونهترکیه: د ښځو په اړه د طالبانو اقدامات اسلامي نه دي

ترکیه: د ښځو په اړه د طالبانو اقدامات اسلامي نه دي

تاند (چهارشنبې، د جوزا ۳۰ مه) د یو شمېر اسلامي هېوادونو استازو پرون (سې شنبې) د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ناوړه وباله.

د ترکیې استازي د دغه هېواد د ولسمشر له قوله ویلي، له زده کړو د افغان مېرمنو محرومول نه انساني او نه اسلامي کار دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ د جوزا په ۲۹ مه د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو شورا ته د طالبانو د تبعیضي سیاستونو په اړه خپل انتقادي راپور وړاندې کړ.

د لوېدیځو حکومتونو ترڅنګ د لویو اسلامي هېوادونو په ګډون غړو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو پر وضعیت نیوکې وکړې.

ترکیه، قطر او ایران، چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري، د افغان ښځو وضعیت کړکیچن وباله او له زده کړو او کار څخه یې د هغوی محرومیت رد کړ.

په ملګروملتونو کې د ترکیې استازي وویل، ټولشموله حکومتولۍ، د اساسي حقونو درناوی، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی د یوه هېواد د ثبات لپاره حیاتي دي.

هغه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته په اشارې وویل چې له زده کړو د نجونو محرومول نه انساني او نه اسلامي کار دی.

د ترکیې استازي ټینګار وکړ چې “نړیواله ټولنه باید طالبان دې ته اړ کړي چې د بشري حقونو د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.”

طالبانو ویلي چې د دوی تګلارې له شرعي احکامو او د افغاني ټولنې له دودونو سره سمې دي.

په ملګروملتو کې د ایران استازي ته بیا د افغانستان د قومي، ژبنۍ او کلتوري تنوع مهمه ښکاره شوه، ویې ویل چې په افغانستان کې دې جامع حکومت جوړ شي.

ده پر طالبانو غږ وکړ چې “هغه تبعیضي فرمانونه لغوه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي.”

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې استازي وویل چې له طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ناشونی دی، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې ښه والی نه شي راتلای.

ایوګیني ویکتوروف په افغانستان کې د توکمیزو استازو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د روسیې استازي د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې چې افغانستان ته ځانګړې شوې وه، وویل، مسکو د پوهنې او کارموندنې په برخه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په شمول اقتصادي وضعیت او بشري حقونه له نژدې څاري.

ویکتوروف یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: یوه ډېره مهمه مسله په افغانستان کې د دې هېواد د ټولو توکمونو او اقلیتونو د استازو په ګډون په بشپړ ډول د ټولشموله حکومت جوړول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...