Homeسپورتکلکتې د هند د غوره لیګ اتلولي وګټله

کلکتې د هند د غوره لیګ اتلولي وګټله

تاند- د هند د کرکټ د غوره لیګ اتلولي د کلکتې په نصیب شوه.

د چنای لوبغالی د کلکتې او د حیدراباد د سن رایزر ترمنځ د پایلوبې میدان و. د حیدراباد لوبغاړو ټولټال ۱۱۴ منډې هدف وټاکه جې نسبتاً ډېر ټیټ هدف و.

رحمان الله ګوربز چې کلکتې ته لوبیده، په۳۲ توبونو ۳۹ منډې وکړې.

په حیدراباد کې هم دوه افغان لوبغاړي وو خو فضل حق فاروقي او محمدغضنفر ته په سیالیو کې چانس ورنه کړل شو.

د دوی ترڅنګ راشد خان، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او ګلبدین نایب په سږني آی پي ایل یا د هند په غوره لیګ کې له بیلابیلو ټیمونو سره ولوبېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...