چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهسېلابونو ۸۰ زره افغانان زیانمن کړي

سېلابونو ۸۰ زره افغانان زیانمن کړي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) په غور او بغلان ولایتونو کې د تازه سېلابونو له امله د ۳۰ تنو د مړینې له راپورونو سره هم مهاله، د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې وروستیو سېلابونو تر ۸۰ زرو پورې افغانان زیانمن کړي.

یاد شوي سازمان په یوه تازه راپور کې دا هم ویلي، چې تازه بدخشان کې سېلابونو ۱۰ کسان مړه کړي.

د طالبانو رژیم د دغو کسانو د مړینې خبر پرون ناوخته ورکړ.

د افغانستان له ګڼو نورو سیمو هم د سېلابونو د درنو زیانونو خبر ورکړل شوی.

ډېر زیانونه مالي دي، چې پکې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.

له یو شمېر ولایتونو څخه د سېلابونو له امله د ښوونځیو د ویجاړیدو او له زده کړو د ماشومانو د محرومیت خبرونه هم ورکړل شوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له ډېرو زیان ګالونکو هېوادونو اعلان شوی.

د دې زیانونو د مقابلې لپاره د جمهوري نظام له سقوط مخکې په افغانستان کې د ګڼو تدابیري پروژو چارې پيل شوې وې، چې د طالبانو له واک ته رسېدو او د رژیم د نه رسمیت له امله یې دا چارې درېدلې دي.

طالبانو په دې تړاو پر نړیوالو مرستندویانو نیوکې کړي او داسې پروژو سره د سیاسي چلند په نه لرلو یې ټینګار کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب