یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هنر نه مري چاپ شو

هنر نه مري چاپ شو

هنر نه مري د لیکوال او ادیب نعمت الله صدیقي هغه نوی اثار دی، چې له ننګرهاره کلاسیک خپرندويه ټولنې همدا اوس تازه چاپ او خپور کړی دی.
په دغه کتاب کې چې د ادبیاتو او کره کتنې یا نقد اړوند شپږ دیرش بېلا بېلې علمي او کره کتنیزې لیکنې او مقالې راغلي، درې بېلا بېلې برخې او کټګوری لري، چې په لومړۍ برخه کې یې (ادبي مباحث) دي، چې اکثریت یې نظري بحثونه دي او دویمه برخه یې (نقد او نقد) تر عنوان لاندې د عملي کره کتنې او نقد مضامین دي. درېیمه برخه یې بیا د ادبي تحلیلونو په نامه ځانګړې شوې، چې دا یې اکثر په مختلفو ادبي اثارو او د لیکوالو پر پنځونو تبصرې او تجزیه ډول مضامین او لیکنې دي.
دغه کتاب چې د ۱۰۰۰ ټوکو په تیراژ په سپین عالي کاغذ په مجلد بڼه چاپ دی، ټولې ۲۷۴ مخونه لري. لیکوال د کتاب تړون د پښتو د دوه وو لویو لیکوالو اسداالله غضنفر او د سهیلي پښتونخوا د مرحوم څېړونکي، نقاد او شاعر سعید ګوهر په نومونو کړی دی. سریزه پرې د پښتو نومیالي لیکوال او شاعر رحمت شا سایل په یوشت مخونو لیکلې ده او پر فلپ یا شاپاڼې یې د لیکوال نعمت الله صدیقي په اړه د پښتونخوا د مشهور نقاد او لیکوال مرحوم سلیم راز نظر راخیستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب