یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د حقاني...

پاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د حقاني د مرستیال وړاندیز رد کړ

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۶ مه) وروسته له دې چې یوه طالب چارواکي له پاکستانه وغوښتل چې له ټي ټي پي سره خبرې پیل کړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې ډلې سره خبرې رد کړې.

پرون (چهارشنبې) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري په خوست کې د روژه ماتې په یوه غونډه کې وویل:«موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو او خپلو هغو وروڼو ته (ټي ټي پي) چې له دوی (د پاکستان حکومت) سره جنګېږي، مشوره ورکوو چې سره کښېني او خبرې وکړي.»

عمري تایید نه کړه چې د ټي ټي پي غړي یا مشران په افغانستان کې مېشت دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبانو په خصوصي ډول په ځلونو د ټي ټي پي غړیو ته ویلي چې د پاکستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او ستونزه ورسره حل کړي خو دا لومړی ځل دی چې له یوې اوږدې مودې وروسته یو طالب چارواکی په ښکاره په دې موضوع خبرې کوي.

د پاکستان د دولتي رادیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا بلوچ نن (پنجشنبې) په خپله اوونیزه خبري غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو د مرستیال وزیر د وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «پاکستان تمه لري چې افغان چارواکي د تروریستي ډلې او د هغې د مشرتابه پر ضد د جنایتونو او هغو تروریستي بریدونو په خاطر فوري اقدام وکړي چې هغوی یې په پاکستان کې مسوولیت په غاړه لري.»

دې همداراز وویل چې هیواد یې د هغو ټولو «ترهګرو» ډلو پر ضد چې پر پاکستان او د پاکستان او چین د دوستۍ پر سمبولو یې بریدونه کړي دي، مبارزې ته ژمن دی.

له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې په پاکستان کې د ناامنیو د زیاتېدو له کبله ضروري بولي چې له افغانستان سره په پوله کې اوسنی وضعیت بدل کړل شي.

ده همداراز ویلي چې له کابل سره د همکارۍ په اړه له هلوځلو سره سره په افغانستان کې د ده په وینا د ترهګرو پناهځایونه شته او هغوی د افغانستان خاوره په ازاد ډول د پاکستان خلاف کاروي.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي دي. او ویلي یې دي چې ټي ټي پي له پاکستان سره خبرو ته هڅوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د بل هیواد خلاف د افغانستان له خاورې کار واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب