یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه پنجاب کې پر یوه هلک چې په جومات کې یې اعتکاف...

په پنجاب کې پر یوه هلک چې په جومات کې یې اعتکاف کړی و، تیری شوی

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۶ مه) د پاکستان په پنجاب ایالت کې پر یوه ۱۳ کلن هلک، چې په جومات کې په چله یا اعتکاف ناست و، جنسي تېری شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجاب پولیس وايي، دا پېښه په کوټ ادو ښار کې شوې او مجرم نیول شوی دی.

د هلک پلار ویلي چې زوی یې په صدیق اکبر جومات کې په اعتکاف ناست و چې د شپې پرې جنسي تېری وشو.

په دې تړاو د نیول شوي کس هویت نه دی څرګند شوی.

د پاکستان د ماشومانو د حقونو دولتي کمیسیون وايي، په دغه هیواد کې د ورځې لږترلږه پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېري کېږي.

د دې کمیسیون مشري عایشې رضا فاروق په ملایانو غږ وکړ چې مثبت رول ولوبوي او په جنسي تیریو د ککړو خلکو خلاف خبرې وکړي.

د پاکستان د ماشومانو د حقونو کمیسیون د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د ماشومانو د ځورونې ۴۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې په هغو کې ۲۰۲۱ یې د جنسي تېري پېښې دي.

3 COMMENTS

  1. پاملرنه
    اعتکاف سُنت دی او ښه خبره ده، خو دولس کلن هلک چې لا بالغ شوی نه دی او لمونځ و روژه او داسې نور احکام لا ورته نه متوجه کيږي، نو په داسې حالت او شرايطو کې ځآنته جومات ته استول چې ولي او متکفل ونه ولري لېږل ښه خبره نه ده. دوی لا د موروپلار او داسې بل پالونکي پالنې ته اړتيا لري چې خلک دغه اصل اصول هېڅ په پام کې نه نيسي او بيا د پلار، ورور، ماما او داسې بل څارونکی/پالونکی له پالنې او پاملرنې پرته چې اعتکاف کې ثواب ډېر دی او دا و هغه، نو دا يوه تېروتنه ده او داسې تېروتنې بايد ونه شي او له پامه ونه غورځيږي.
    مهمه دا ده چې خپل اولاد له ځان سره جومات ته يوسې او بيرته يې له ځان سره راوړې او تل تر پاملرنې لاندې وي.
    کله ناکله دغسې ناترسه او درنده خويه خلک پيدا کيږي چې ټول اسلامي – اخلاقي کردار له پامه غورځوي او د جرم مرتکب کيږي.

  2. استغفرالله، دا څومره د شرم او خواشینې ځاې دي چې، د الله ج په کور او بیا په دغه مبارکه میاشت کې داسې قبیح او ټیټ او پست عمل ترسره سوي. د ما په نظر دا خلک د ژوندې پاتې کیدو حق نلري. د ماشومانو روزنه په دین کې یو اصل دى. په ابو داود رح یو حدیث له رسول ص څخه نقل سوي:”حَدَّثَنَا مُؤَمَّلُ بْنُ هِشَامٍ، – يَعْنِي الْيَشْكُرِيَّ – حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ، عَنْ سَوَّارٍ أَبِي حَمْزَةَ، – قَالَ أَبُو دَاوُدَ وَهُوَ سَوَّارُ بْنُ دَاوُدَ أَبُو حَمْزَةَ الْمُزَنِيُّ الصَّيْرَفِيُّ – عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏ “‏ مُرُوا أَوْلاَدَكُمْ بِالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرِ سِنِينَ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ ‏”‏ ‏.‏
    حكم : حسن صحیح
    (الألباني)
    له امر ابن العاص رضی څخه روایت دي چې رسول ص فرمایلي چې، خپل اولادونه په اووه (٧) کلنې کې لمانځه ته تشویق کړي. او په لس کلنې کې د تشویق ترڅنګ له فشار څخه هم کار اخیستلي شي. همدارنګه په لس کلنې کې د هلک او جنۍ د خوب ځایونه هم جلا کړئ.
    روا ابو داود
    سند د حدیث حسن صحیح
    او علامه الشیخ المحدث محمد ناصر الدین الألباني رح هم صحت د حدیث تصدیق کړئ.

  3. دا متجاوز کس دوه ستر جرمونه تر سره کړه:
    ۱ – د کاتولیک کلیسا د پلیدو کشیشانو غوندی په عبادتګاه کی ئی شیطانی کړنه تر سره کړه.
    ۲ – د مسجد سره د ځوان نسل مینی ته ئی زیان ورساوه.
    البته
    د یو بل پټ جرم د شتون احتمال هم شته هغه دا چی:
    احتمال لری چی دا خبر اصلاً صحت ونلری او فقط د عامو خلګو د اذهانو او روحیاتو او عقائدو د ځپلو په موخه تولید سوی او خپور سوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب