شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد نیمروز او ایران پوله له بندېدو لږ وروسته پرانیستل شوه

د نیمروز او ایران پوله له بندېدو لږ وروسته پرانیستل شوه

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۶ مه) د طالبانو د حکومت د نیمروز ولایت چارواکي وايي چې له ایراني پوله ساتو سره د یوې وړې ستونزې له کبله د ورېښم لار د لنډ وخت لپاره بنده شوې وه چې وروسته حل او لاره پرانیستل شوه.

نن ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې د طالبانو د پوله ساتو اوایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې او وروسته ایران د ورېښم پُل، چې د دوو هیوادونو ترمنځ په پوله کې دی، بند کړی دی.

خو د نیمروز د والي مطبوعاتي دفتر په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې « نن د ماسپښين له دوو بجو څخه د مازديګر تر پينځو بجو پورې د يوې کوچنۍ ستونزې له امله پوله تړل شوې وه، چې د نيمروز ولايت د ځايي مسولينو او ايراني مسولينو له خبرو وروسته رامنځته شوې ستونزه حل او دغه لار اوس مهال د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستې ده.»

یوې خبرې سرچینې تاند ته وویل چې د دوو خواوو د پوله ساتو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته ایران خپله پوله وتړله خو وروسته د خبرو له لارې ستونزه حل شوه.

تر دې پخوا په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ په ځلونو په پوله کې نښتې شوي او پوله ورسره بنده شوې ده چې له کبله یې سوداګرۍ ته زیان اوښتی دی.

له دې ډول شخړو سره سره د ایران او طالبانو اړیکې ښې دي او ویل کېږي چې د دوو خواوو د اړیکو په ښه کېدو کې پر دې سربېره چې د ایران اوسنی سفیر او د ولسمشر استازی کاظمي قمي رول لري، له داعش سره د دواړو خواوو ګډې دښمنۍ هم مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب