یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: داعش په کابل کې پر ځینو سفارتونو د بریدونو خبرداری...

نیویارک ټایمز: داعش په کابل کې پر ځینو سفارتونو د بریدونو خبرداری ورکړی

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په کابل کې پر یو شمېر سفارتونو د بریدونو خبرداری ورکړی.

ورځپاڼې، په دې برخه کې د چین، ایران او هندوستان د سفارتونو یادونه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: د داعش ډلې خراسان څانګې په خپلو تازه تبلیغاتو کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د خپل وروستي برید په اړه هم ځینې معلومات خپاره کړي او ویلي، چې دا برید په سوریه کې د داعش ډلې خلاف د روسیې د اقداماتو غچ و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د داعش ډلې او دغه راز په کابل کې د چینایانو پر یوه هوټل د دغې ډلې مخکینیو بریدونو ته هم اشاره کړې ده.

څو اوونۍ مخکې ځینو روسي رسنیو خبر ورکړ، چې په کابل کې یې د سفارت مخې ته یو ماین کشف شوی و، خو په اړه یې نور جزییات نه وو ورکړي.

په هماغه ورځ، چې د دغه ماین د کشف خبر خپور شوی و؛ په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي وو.

ګومان کیږي، چې په دې لیدنه کې د همدغه ماین د کشف په تړاو خبرې شوې وې.

کابل کې د روسیې د سفارت دروازې سره بم کشف شوی – تاند (taand.net)

د طالبانو رژیم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې دغه رژیم، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ادرسه د خپریدونکو هغو راپورونو په ګډون بېلابېل راپورونه او څرګندونې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر زیاتیدو او پراختیا په اړه خپاره شوي، د دغې ډلې په پلوۍ تبلیغات ګڼلي او مخالفت یې ورسره ښودلی.

طالب چارواکو او ویاندویانو بیا- بیا ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې داعش ډله تر ډېره حده ځپلې ده، خو یادې شوې ډلې تېره اوونۍ په کندهار کې د نوي کابل بانک ودانۍ مخې ته ځانمرګی برید وکړ، چې طالبانو او ملکیانو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو ځینو تبلیغاتي رسنیو د برید تر شا، د پاکستاني استخباراتو د لاس لرلو ادعا کړې وه.

2 COMMENTS

  1. داعش خو څانګې لري دغه په کابل کې د خبرداري والا يې د بلوچستان د ګلستان څانګه ده. په ګلستان کې غټ بزرګ د زمانې یانې ای اس ای آکا مدرسې جوړې دي او هلته د حورو غلمانو کیسې روانې دي او بس مجردو زلمو ته دغه سبق ورکوي چې که مو افغانستان کې خلک ووژل، خاصکر دې روژه مبارکه کې بې تپوسه جنت ته ځئ او هلته نو صاحبه…. مه کوه پوښتنه. . …

  2. داسي ښکاري چي امريکا مخکي خبردارۍ ورکوي او داعش وروسته بيا همهغلته ترهګريز بريدونه کوي. لدي څخه دا جوتيږي چي داعش امريکايى پروژه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب