شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم مخالفان د مسکو پېښه کې د دوی د لاس...

د کابل رژیم مخالفان د مسکو پېښه کې د دوی د لاس لرلو تبلیغات کوي

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) په افغانستان کې د طالبانو د رژیم بېلابېلې مخالفې ډلې په مسکو کې له خونړي برید وروسته، په دې پېښه کې د طالب رژیم او افغان خاورې د ښکېل ښودلو په هڅه کې دي.

د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم ترکیه کې را ټول شوي طالب ضد سیاستوال او له دې دایرې ځینې د باندې نورو سیاستوالو په مختلفو پیغامونو او مرکو کې دې ته ورته ادعاوې کړي او تور یې پورې کړی، چې د دغه برید عاملان افغانستان کې دي، یا د طالبانو رژیم مرسته ورسره کړې ده.

په دې ترڅ کې، د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په یوه غږیز پيغام کې په صراحت سره دغه ادعا کړې او ځینو نورو بیا په ضمني ډول د طالبانو خلاف د روسیې او سیمې د حساسیت پارولو په نیت ورته خبرې کړې دي.

د طالبانو رژیم د مسکو پېښه، چې د موسېقۍ یوه صالون ته نژدې د ۴ بریدګرو لخوا ترسره شوې، غندلې او قربانیانو سره یې غمرازي ښودلې ده.

د روسیې رسنیو او یو شمېر چارواکو په پېښه کې د اوکراین د لاس لرلو ادعاوې کړي او ویلي، چې په تور یې نیول شوي ۴ کسان په روسي ژبه خبرې کوي.

امریکایي سرچینو هم تور پورې کړی، چې د پېښې سمبالښت په ډېر ګومان له افغانستان څخه شوی.

یو شمېر افغانانو، د طالبانو د مخالفانو څرګندونو ته په منفي سترګه کتلي او ویلي، چې د خپلو سیاسي مخالفتونو لپاره نه باید د افغانستان خاوره د ترهګرۍ په مرکز بدل شوې وښيي او پکې د بهرنیو قدرتونو د نیابتي لوبو لړۍ لا پسې زیاته کړي.

د مسکو د پېښې د وژل شویو شمېر شاوخوا یو نیم سل او د ټپیانو شاوخوا سل تنه ښودل شوی.

1 COMMENT

  1. لمر په ده ګوتو نه پټیږ هغه کسان چی تبلیغات کوی هغوی په خپله په دې پښه کی لاس لرې ځکه هغوی په خپله په زغرده فرانسه کښې د مسعود کورنی اعلان وکړ چې داعش زمونږ ورونه دی مونږ هم دطالب دښمن یو داعش هم د طالب دښمن ده او په ګډه ورسره مبارزه کو بازه نمونه یې د ایران برید وه چی په اصتطلاح مقامت شورا غړې وکړه پنجشیری وه او د مسعود د ډلی نزدې کس هم بلل کیږې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب