شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهشاه پور حسن زی: واکمن رژیم ناحقه بندي کړی وم، ممکن بیرته...

شاه پور حسن زی: واکمن رژیم ناحقه بندي کړی وم، ممکن بیرته له هېواده ووځم

تاند (جمعه، د حوت ۲۵مه) د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې یو ناندریز غړی شاه پور حسن زی، چې څه موده مخکې له پاکستان څخه کابل ته ستون شوی و؛ په یوه ویډیویي کلېپ کې ادعا کړې، چې د طالبانو رژیم ناحقه بندي کړی و او ښایي بېرته هېواد نه ووځي.

هغه له زیاتو جزیاتو پرته ادعا کړې، چې دغه له خپلو پوروړو کسانو څخه د پور غوښتلو په سر طالبانو بندي کړی او بیا یې د شناخته خلکو په همکارۍ په سختۍ را خوشې کړی.

حسن زي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د طالبانو مشرانو ته یې په خطاب کې ویلي، چې د ده په وینا« چل ول» دې نه ورسره کوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې که داسې چلند ورسره وشي او په خبره یې « ساتونکي» ورنه کړل شي؛ ښایي بېرته له هېواده ووځي.

شاه پور حسن زي کابل ته له ستنېدو وروسته، په څو تلویزوني خپرونو کې د طالبانو د رژیم له کړنو ملاتړ او پر مخالفانو یې توندې نیوکې کړې وې.

هغه د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال، د هغه نظام له منتقدانو څخه هم و.

د طالبانو چارواکو او ویاندویانو د نوموړي ادعا او څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د جمهوري نظام پر مهال ښاغلی حسن زی د ځینو مخالفانو لخوا یې د ځمکو په غصب او زورواکۍ تورن شوی و، خو هغه داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي لخوا د ځمکو د غصب په تور له یو شمېر نورو مخکینیو وکیلانو او سیاسي څېرو سره د توند چلند او ان د وزارت دننه یې د زنداني کېدو ادعاوې شوي.

د طالبانو عدلیې وزارت په دې اړه راپورونه رد کړي، خو ویلي چې شرعي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د مشر په توګه تر لسو ورځو د تورنو کسانو د بند کې ساتلو حق لري.

1 COMMENT

  1. ته غل چی ورک شې دا به ښه ویې د جمهوریت د وخت پارلمان نه وه بلکی چورلمان او فحشا لمان وه تاسو چی تر اوسه ژوندی یاست دا هم د خلکو دی حوصیله له برکته ده باید بدون له محکمی په دار وزړول شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب