شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه غونډه...

امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه غونډه لري

تاند (جمعه، د حوت ۲۵مه) ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه وکړي.

د یاد شوي سازمان، امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه پرېکړه لیک مسوده د جاپان له لوري چمتو شوې، چې ټاکل شوې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې وغځوي.

یوناما، چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم له کړنو خوښ و؛ اوس یې د طالب رژیم د کړنو په اړه له څو انتقادي راپورونو وروسته پر وړاندې د طالبانو دریځ بدل شوی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تور پورې کړی، چې ګواکې یوناما د امریکا د تګلارو له مخې د دوی خلاف تبلیغاتي راپورونه خپروي.

مجاهد په عین حال کې، د دغې ادارې د ماموریت د تمدید یا نه تمدید په تړاو د خپل رژیم دریځ نه دی په ډاګه کړی.

مخکې د طالبانو چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه بل ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفت په دې دلیل کاوه، چې د دوی په باور د یوناما ادارې په موجودیت کې ورته اړتیا نه ویني.

څرګنده نه ده، چې طالبان پر یوناما له نیوکو او مخالفتونو سره له کومې لارې نړیوالو سره د اړیکو چینلونه مخته وړل غواړي؟

په ټوله کې باور دا دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره غځوي، خو کېدای شي د ماموریت او ملاتړ په برخه کې یې له نویو شرایطو سره ځینې ضمني پرېکړې هم وشي.
د ملګرو ملتونو سازمان، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له پيله تر اوسه هر کال د دغې ادارې ماموریت ارزولی او تمدید کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب