شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: له اګسټ وروسته د ځانګړو ویزو لپاره د افغانانو غوښتنې...

سپینه ماڼۍ: له اګسټ وروسته د ځانګړو ویزو لپاره د افغانانو غوښتنې نه منو

تاند (جمعه، د حوت ۲۵مه) د امریکا د ولسمشر دفتر( سپینې ماڼۍ) په راتلونکې اګسټ میاشت کې د ځانګړو امریکایي ویزو د ترلاسه کولو لپاره د افغان داوطلبانو د غوښتنلیکونو د منلو د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي په یوه خبري ناسته کې ویلي، افغانانو ته به د امریکا کډوالۍ ځانګړو ویزو د ۷۰زره غوښتنلیکونو بهیر د روان زېږدیز کال تر اګسټ میاشتې پایته ورسیږي.

کربي ویلي، که څه هم په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسېده، خو په افغانستان کې یې له همکارانو سره د امریکا مرستې پای ته نه دي رسېدلي.

د جان کربي په خبره، افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو د نویو غوښتنلیکونو زیاتوالي له امله یې له کانګرسه د ۲۰زره نویو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې ده.

معلومه نه  ده، چې کانګرس به په دې اړه کله او څنګه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې یې د امریکا زرګونه مخکیني همکاران یاد شوي هېواد ته د لېږد په تمه شپې ورځې سبا کوي.

له دوی څخه یو زیات شمېر یې په افغانستان کې د طالبانو له خطرونو او په ټوله کې له اقتصادي او نورو ستونزو شکایتونه لري.

د طالبانو واکمن رژیم بیا په دې اړه ټولې ادعاوې بې اساسه ګڼي او وایي، د دوی له اړخه هیچا ته خطر نه دی پېښ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب