دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاتونبایوا: د دوحې په درېیم کنفرانس کې به د افغانستان لپاره د...

اتونبایوا: د دوحې په درېیم کنفرانس کې به د افغانستان لپاره د استازي ګومارل وڅېړل شي

تاند(جمعه، د حوت ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي استازې او د یوناما مشره روزا اتونبایوا وايي، په جون میاشت کې به د افغانستان په اړه د دوحې درېیم کنفرانس دایر شي.

هغې، چې پرون په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، د دوحې د درېیم کنفرانس د بحث موضوع د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي ټاکنه وبلله.

د دوحې په لومړۍ ناسته کې ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي د ګومارلو موضوع وځنډېده.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې روسیې او چین، چې د دې شورا دایمي غړي دي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ګومارلو سره مخالفت وکړ.

خو اغلې اتونبایوا وايي چې د دوحې د جون د میاشتې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د استازي د ټاکلو موضوع وڅېړل شي.

اغلې اتونبایوا ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د ښځو او نجونو خلاف په ځانګړي ډول د هغوی د زده کړو په برخه کې بندیزونه پای ته ورسوي.

کابو ټوله نړۍ او افغانان د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي خو ویل کېږي چې څو د طالبانو په منځ کې څو ځینې کسان لا هم فکر کوي چې د نجونو زده کړه د ناروا ده.

1 COMMENT

  1. ددوی ادې غیم ددوی دا مردار غلا شوی دین ناروا ده او نه د ښځو حقوق ! دوی لکه محمد په کوسونو کې غیڼوڼه منډي خو حقوق یې نه مني چې هر څومره جاهلې وي هغومره د محمد عرب اردلیان ور څخه ګټه اخلي او جنسي استفاده ترې کوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب