یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د خولې د نظافت او الزایمر ارتباط

د خولې د نظافت او الزایمر ارتباط

د خولې نظافت ته نه پام د الزایمر احتمال ډیروي

تاند(جمعه، د حوت ۱۸ مه) د بریتانیا د بریسټول پوهنتون څېړونکي وايي، د خولې ناروغۍ د هېرې ناروغي یا الزایمر زیاتوي.

د بریسټول پوهنتون د پیرودونتولوژي (periodontology) د پوهنځي د استاد نیکلا ویسټ تر مشرۍ لاندې ټیم څېړنې ښيي چې د وریو ناروغي له الزایمر سره ارتباط لري.

د ده په وینا د خولې نظافت یوازې د غاښونو او ورۍ لپاره مهم نه دی، بلکې د خولې او غاښونو په ساتنه او نظافت کې سُستوالی د زړه، عروقو، الزایمر او شکر په شان له ګڼو نورو ناروغیو سره تړاو لري. خوله د بدن له مهمو جهازونو سره ارتباط لري او داسي باکتریاوې لري چې ځینې یې د بدن روغتیا ته زیان اړولی شي.

د ښاغلي ویست په وینا، د یوه غاښ بایلل داسي دي لکه مازغه چې یو کال زاړه شي او د وریو شدیده ناروغي مازغه یو کال او ۳ میاشتې زړوي.

په هانګ کانګ کې د غاښونو د څارنې د طبي مرکز غړی ډاکتر رایموند لي وايي، که څه هم د خولې د نظافت او د ماغزو د زړښت یا د حافظې د کمزورتیا ترمنځ د تړاو علت څرګند نه دی، خو په فنلنډ کې څېړنو ښودلې ده، هغه کسان چې د خولې نظافت یې ښه نه دی تر نورو یې پر الزایمر د اخته کېدو احتمال ۲۱ سلنه ډېر دی.

نورو څېړنو هم ښوولې چې د (Porphyromonas gingivalis) په نوم باکټریا یې تشخیص کړې چې د وریو په ناروغیو کې رول لري او دا په الزایمر د اخته کېدو یو عامل ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب