دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ویاند: اساسي قانون مهم دی، خو نشتوالی یې قانوني تشه...

د طالبانو ویاند: اساسي قانون مهم دی، خو نشتوالی یې قانوني تشه نه ده

تاند (شنبه، د حوت۵  مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، په افغانستان کې د اساسي قانون د نشتوالي نیوکو ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې د دغه قانون نشتوالی، قانوني تشه نه ده.

د هغه په وینا، اساسي قانون لرل مهم دي، خو دوی یې په نشتوالي کې له اسلامي شریعت څخه د قانون په توګه استفاده کوي.

مخکې طالب ویاند ویلي وو، چې دوی د اساسي قانون د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او ژر به دغه قانون بشپړ شي، خو په تازه څرګندونو کې یې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو منقدان د دوی رژیم، د نړۍ یوازینی بې قانونه حاکمیت بولي او په خپلسریو او سلیقوي چلندونو یې تورنوي؛ هغه ادعا چې طالب چارواکي یې بې اساسه ګڼي او برعکس د عدالت او ټولو خلکو د حقونو د خوندیتوب ادعا کوي.

د طالبانو له بیا واک ته له رسېدو وروسته، د دوی رژیم د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون تعلیق کړ او د عدلیې وزیر یې له ځینو تعدیلاتو سره په هېواد کې د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د نافذیدو خبر ورکړ.

لږه موده وروسته طالب چارواکي له دې اعلان څخه بېرته په شا او د خپل اساسي قانون د جوړولو یادونه وکړه، خو تراوسه یې په دې برخه کې د پایلو خبر نه دی ورکړی.

2 COMMENTS

  1. د ذبیح مجاهد خبرې چې سره څنګ پر څنګ کېږدې، تفاوت ته به يې حیران شې. په دروغو شرم پکار دی.

  2. کوم شریعت؟
    هغه شریعت چې واقعي اسلامي دی ؟
    که د سعودي شریعت ؟
    یا د ایران امام خمیني شریعت ؟
    او که د تور پنجاب شریعت ؟
    آیا په شریعت کې دا جواز لري چې د یوه هېواد مشر د په سوړه ننوتی وي . خپل مخ د له مسلمانانو پټ او شاه ورواړوي او یا د ملا خډل نډیم په شان خلکو ته ښکنځل وکړي؟
    په شریعت کې خو کار اهل کار ته سپارل الهي امر دی ، آیا تاسو هغه عملي کړی ؟
    آیا تاسې د افغانستان په هره برخه کې له کونډو ، یتیمانو ، خوارانو ، غریبانو احوال اخیستی او د تاسو لوکس کورونه ، لباس ، خوراک او امتیازات شرعي دي ؟ او نور….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب