پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد نجونو د زده کړو په اړه د ستانکزي خبرو ته د...

د نجونو د زده کړو په اړه د ستانکزي خبرو ته د شېخ ندیم ادعا شوی غبرګون

تاند (شنبه، د حوت۵  مه) په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر شېخ ندا محمد ندیم یو ویډیويي کلېپ خپور شوی او خپروونکو یې ادعا کړې، چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څرګندونو ته ځواب دی.

عباس ستانکزي تېره اوونۍ یو ځل بیا د پخوانیو څرګندونو په دوام یې، د نجونو زده کړې هم د نارینه وو په شان فرض وګنلې او ټینګار یې وکړ چې د دوی له زده کړو پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای.

هغه غوښتنه وکړه، چې د زده کړو دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیستل شي.

اوس په ټولنیزو رسنیو کې د شېخ ندیم د یوې وینا لنډ ویډیویي کلیپ خپور شوی، چې ادعا کیږي د ستانکزي دغو څرګندونو ته غبرګون دی.

ندیم په دې ویډیویي کلېپ کې ویلي: د فرض او نه فرض موضوعات روښانول د هر چا کار نه دی، که د ښاروالۍ یو مزدور راځي او په دې اړه غږیږي، خلک باید ورته ووایي چې ته ځه خپله بېلچه وهه، ستا یې په دې خبرو کې څه، دا د شېوخو کار دی.

معلومه نه ده، چې رېښتیا د شېخ ندیم څرګندونې د ستانکزي غبرګون دی کنه؟

شېخ ندیم د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د تر ټولو افراطي کسانو له ډلې ګڼل کیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، دوی له شپږم ټولګي څخه نجونو ته د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړې، چې په دې او نورو ځینو افراطي کړنو له پراخو ملي او نړیوالو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

5 COMMENTS

  1. کاشکی هر چړی او شاګرد ځانته شیخ نه ویلی او د شیخ لپاره یو نړیوال معیار وی بل داچی هرمسلک والا سره د خپل مسلکی علومو کی سره موافق دی ، خو یو شیخ له بل سره ولی جوړ ندی؟ او دا دومره اختلافات په یو واحد دین کی همدغه شیوخو راوړی ،د بیلچی او شاروالی والو خو ندی راوړی

  2. وايي ترکاڼي د بيزو(شادو) کار نده ستا او د لوړو زده کړو د وزارت يي سره څه خپله کومه علمي ډيکري لري نه زه فکر کوم دهغه عادي ښاروالي کارکونکي ايمان او غيرت په تاسو کي نشته چي هغه کار وکړای شي کوم دا کارګر کوي حتا که ووايم چي ته هيڅ کار نشي کولای دا ټول لوستونکي به يي راسره ومني.

  3. لعنت د په هغه شیخ وي چې د الله تعالی د کلام د دغه آیت په مفهوم نه پوهیږي:
    قال تعالى : { اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْوَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ * عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
    [سورة العلق: 1- 5].

    وَمَا يَسْتَوِي الأعْمَى وَالْبَصِيرُ ۝ وَلا الظُّلُمَاتُ وَلا النُّورُ ۝
    او بیا د هم لعنت د پنجاب پرهغه مزدور شیخ ندیم وي چې د ګران او محبوب پیغمبر له دغه صحیح حدیث شریف نه منکر وي :
    روى ابن ماجه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: طلب العلم فريضة على كل مسلم. وهذا الحديث صححه الألباني.

  4. قل هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون. ژباړه. ووايه برابر دى هغه څوک چي پوهيږي له هغه چاسره چي نه پوهيږي. دلته علم يا پوهه د الله له لوري نه مشخصه شوي. نو بندهګان او حتي پيغمبر ص دا حق نلري چي د علم کلمي ته د خپل زړه په غوښتو ټاکل شوۍ يا مشخص حهت يا لورۍ وټاکي. ځکه دلته د الله ج حکم عام دۍ. سورت البقره. من اوتي حکمته فقد اوتي حکمتا خيرا کثيرا وما يذکرو الي اولوالباب. ط. ژباړه. الله وايي ما بخشش کړيدۍ تاسو ته حکمت، اوچاته چي حکمت بخشش شويدۍ نو ډيره ګټه يي کړيده او دا ذکر يا بيان دپوهي خاوندانو لپاره دۍ. نو شيخ صيب نديم د الله ج حکم د جلباب قرباني کول د خداى دمخلوق سره ظلم دۍ.

  5. ندیم خانه! په اسلام کي داسی څه ندی پاتی چي ستا شیوخ هغه خلا ډکه کړی ؛ مقصد می دا دی چي دِ اسلامی دولت او اُمت د جوړولو لپاره هغه وخت هرڅه تکمیل شول کله چي وویل شول :
    الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا،بیا خلفای راشدین رضی الله عنهم طلایی دور د اسلام کی هر څه مکمل عملی شول ؛ یعنی هم ، فهم سالم او هم عمل کامل
    تر سره شو ،بیا اسلامی مرکزونو ، جامعاتو او اصحاب تحقیق معتبر کتابونه په هر څه کی لیکلی ،کتابخانی په مراجعو ډکې دی ، ستا شیوخو ته څه پاتی ندی چي هغه علمی خلا ډکه کړی .
    او د بلی خوا موږ خواران د هغه الهی نظام او دین لپاره داسی موقف کی نه یو چي څه علمی شهکار
    تقدیم کړی شو، بلکی پدی بیاناتو سره ، اسلام سره جاهلانه دوستی ثابتوو .
    زموږ د پاره که ریښتینی یو ، نو باید فهم سالم ته لارې خلاصی کړو ، د تعلیم په وړاندې ټول خڼډونه باید لیری کړو ، علوم نافعه ټول فرض دی ؛ که دی فرایضو ته لار خلاصه نشی ، مسلمان د الله ج دِ
    خلیفه وظایف نشی تر سره کولی ،او تل به محتاج ، مسخره او د نورو کاسی به څټی یا کاسه لِیس به
    وی نه خلیفه.
    د همدې جاهلی انحصاراتو یوه مشهوده پایله دا ده چي طالبان تر اوسه قوانین نلری ، درسی نصاب
    نشی جوړولی ، اکثره ادارې فلج دی ، دِ متخصصینو په قدر ځینی طالبان نه پوهیږی ، فرار عام شوی
    یوه ناقصه انحصاری ډله چي له اسلام سالم فهم نلری او یو فیصد د ملت نه جوړوی ؛ دملت او بیا
    د اُمت د خدمت بار قطعاََ نشی وړی .
    او دا هم په یاد ولره چي د آدم ع برتری پر ملائکو ـ و علم الآدم اسماء کلها ـ په ساینسی علم او شناخت کی وه نه په ږیره ،سپین کالی او ببر سر کی .
    افلا یتدبرون القرآن ام علی قلوب اقفالها…….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب