شنبه, مې 18, 2024
Home+د سیکولریزم اسباب، اغېزي او پايلې

د سیکولریزم اسباب، اغېزي او پايلې

لیکنه: میثم عباس علیزی
ژباړه: محيب رحمتي

د سيکولريزم لنډ تاريخ:

يو وخت و چي عيسايان او عیسویت په عروج کي و هغه وخت تقریباً ټول يورپ عيسايي و.

دا نو هغه وخت و چي کليسا د خلکو په ذاتي، اجتماعي او تقریبا په ټولو اړخونو باندي واک ترلاسه کړى و.

هغه وخت د کليسا طاقت تر پاچا هم زيات و. پاچا د يوې مهرې غوندي و ټول کنټرول د کليسا او د پاپ يا د پادريانو په لاس کي وو. کليسا او پاپ د مسيحت د دين په نامه خلک د ځان غلامان کړي و.

د کليسا او چرچ په خيال عقل، ساينس او ساينسي څېړنو کوم خاص ارزښت نه درلود او نه هم تخليقي او عقلي کارونه ستايل کېدل. په عقلاني څېړنو او انکشافاتو باندي بنديز لګېدلى و.

لکه هغه وخت چي يې د يوه مشهور ساينسپوه ګليلو د چپ کولو هڅه وکړه.

مطلب کليسا د خلکو د ژوند په هره معامله کي داخالت کاوه، که د خلکو انفرادي ژوند و، اجتماعي يا کورنى ژوند و، د ژوند په هره څانګه کي کليسا مداخلت کاوه. د عجبو او ناولده تعلیماتو پروپاګند به يې کاو چي د انساني فطرت به هم خلاف و، هر هغه شى چي انسان به خوند ترې اخيست کليسا به هغه بد ګاڼه او منع کوى به يې.

لکه، واده ته بايد دومره ارزښت ورنه کړل شي ځکه په هغه باندي روح چټل کېږي يا هر څه بايد پرېښودل شي يو ځاى کېنئ او عبادت وکړئ، چي دې ته رهبانيت وايي.

د مسيحت په دين کي د رد و بدل کولو سره هغه وخت کليسا او پاپ په مکمل ډول د انساني فطرت د غوښتنو خلاف سول. حالات سخت سول د خلکو ژوند حرام و، همدا ټول حالات او پېښې د سيکولريزم اسباب و.

پايلي او اغېزي:

د فرانسې انقلاب او د سيکولريزم قيام:

په اوولسمه پېړۍ کي د کليسا په خلاف يو تحريک پيل کېږي او د دې تحریک مشري مارټن لوتر کوي. هغه د کليسا په خلاف احتجاج کوي، له همدې امله بيا د هغوى نوم د “protestants” (یعنی احتجاج کوونکو) ډله سوه. دا چي کليسا دا ټول کارونه د تقدس او مسيحت ددين په نامه کول نو خلکو ويل چي موږ نور هيڅ کوم تقدس نه غواړو، موږ ته له دين څخه خلاصون راکړئ موږ هيڅ دين نه غواړو.

د احتجاج کوونکو په خلاف، کلیسا (چرچ) او پلویان یې رامخکي سول د دواړو غاړو تر منځ په 1522 کي جګړه پیل شوه او دا جګړه تقریباً تر 1700 پوري روانه وه،

ياني په ټول يورپ کي 178 کاله د احتجاج کوونکو او چرچ تر منځ سخته جګړه وسوه. هغه وخت د يورپ په هر دولت کي جګړه روانه وه.

اخر په 1648 کي يو تړون لاسلیک کېږي چي د لوېدیځې فیلیا تړون”ټريټي آف ويسټ فيليا” نومېږي.

د لوېدیځې فیلیا تړون
(Treaty of Westphalia)

په دې تړون کي چي تر ټولو لويي پريکړې دا وې چي تر هر څه مخکي به موږ د يو بل د هیواد په داخلي چارو کي لاسوهنه نه کوو. بله پرېکړه داسي وسوه چي له ننه وروسته به په عيسائيت کي افراطي او سختدریځه نظريه نه وي بلکي مختلف نظريات يا مذهبونه به وي لکه لوترزم او نور،  او په دې خبره باندي ډېر تاکيد وسو چي موږ به هيڅکله د مذهب په بنياد جګړه نه کوو.

دا تړون په 1648 کي وسو خو بيا هم څه جګړې رواني وې او اخر په 1700 کي جګړه په بشپړه توګه پاى ته ورسېده. له هغه وروسته د سولي فضا پيدا سوه.

د د روښانفکرۍ یا انلاينمنټ دور:
(Age of Enlightenment)

 

کله چي د يورپ په مختلفو هیوادونو کي واقعا دا ومنل سوه چي د يو بل په کورنیو چارو کي به مداخلت نه کوي له يوه او بل سره به د مذهب يا دين په بنياد جګړه نه کوي، د تاریخ پوهانو په وينا په يورپ کي له هغه وروسته د روشن خيالۍ (روښانفکرۍ) دور پيل سو چي (Enlightenment) ورته وايي.

دا دور تقریباً تر 1789 پوري وچلېده، د ځينيو تاريخ پوهانو په وينا انلاينمنټ تر 1817 پوري دوام وکړ، د همدې انلاينمنټ په پايله کي په يورپ کي لوى لوى مفکرین، فيلسوفان پيدا سول لکه امانويل کانټ، ليبنز، جان لاک، مونټيسکوئيو، روسو، ايډم سميت، هوګو ګروټيس، سپينوزا، والټير او نور چي د يورپ او نړۍ په اذهانو باندي ډېر اغېز لري.

همدا هغه دور دى له کومه ځایه چي د يورپ پرمختګ پيل سو، له ساينس څخه نيولې تر هنر پوري په ټول يورپ کي انقلاب راغى. وروسته بيا سيکولريزم په ټوله نړۍ اغېز وکړ. په اسلامي هيوادونو کي هم د سيکولريزم اثر و رسوخ خپور سو. نن هم ځيني اسلامي هيوادونه بالواسطه يا بلا واسطه سيکولریستي دولتونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب