پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، د مدني ټولنې په استازولۍ دوحې ته بلل شوي افغانان...

روسیه وايي، د مدني ټولنې په استازولۍ دوحې ته بلل شوي افغانان په غیرشفاف ډول غوره شوي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د روسیې استازي په دوحه کې د هغو څلورو افغانانو په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه چې په ظاهره د افغانستان د مدني ټولني په استازولۍ دوحې ته بیول شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا استازي په غیرشفاف ډول غوره شوي او د افغانستان د اوسني واکمن رژیم تایید هم نه لري.

په کابل کې د روسیې سفارت هم د دوحې په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون د پرېکړې هم ملاتړ کړی او د هغوی اقدام یې د توجیه وړ بللی ذی.

محبوبه سراج، لطف الله نجفي زاده، شاه ګل رضايي او میترا مهران د مدني ټولني په استازیتوب د دوحې غونډې ته بلل شوي دي.

روسیې دغه راز ویلي چې د دوحې د غونډې په اړه د طالبانو د حکومت دریځ «مستند او منطقي» ګڼي.

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د دوحې په غونډه کې په هغه صورت کې ګډون کوي چې دوی د افغانستان د استازو په توګه وبلل شي.

له بلې خوا روسیې او ایران ویلي چې په هغه صورت کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی مني، چې د طالبانو حکومت یې ومني.

د دوحې د غونډې یو هدف دا دی چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

طالبانو څو ځلې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دې غونډې هدف له افغانستان سره د نړیوال تعامل پر زیاتېدو بحث دی.

د ملګرو ملتونو یوې ویاندې ویلي چې دغه غونډه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون پرون یکشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو له ۲۵ تر ۲۸ پورې هېوادونو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د ګډونوالو په هغه لیست کې چې ملګرو ملتونو خپور کړی، د امریکا د متحدو ایالتونو، چین، پاکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم شامل دي.

تمه ده چې د افغانستان پر مهال د ماښام پر شپږ بجو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د نن ورځې د غونډې د بحثونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

1 COMMENT

  1. روسيه خو کارمل ډېر شفاف رالېږلی. په ټانکونو کې راسپور کړی وو او اعلان يې ورته له دوشنبې وکړ او له راتګ سره يې حفيظ الله امين وواژه، نو دا د روسانو ډېر شفاف راتلل او کارمل يې هم ډېر په شفافه توګه له ځان سره راوړی وو.
    زموږ ګاونډي خو په تېر جهاد په امريکا خرڅ کړي وو. بيا يې ورسره په جنګ واچولو او په عين وخت يې خپلې اړيکې له ايران سره ټينګې کړې او د ايران په منځګړيتوب يې د چين سره سره پر روسيه او ايران هم ورپلورلو، نو ډېر شفافيت دی او روسيه هم ورته خوشاله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب