شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات: ملي امنیت د سپاه پاسدارانو موټر کې د طالبانو چارواکی نیولی

هرات: ملي امنیت د سپاه پاسدارانو موټر کې د طالبانو چارواکی نیولی

تاند، جمعه د جوزا ۲مه: ملي امنیت په یو لړ عملیاتو کې د هرات کروخ ولسوالس لپاره د طالبانو نظامي مسوول قاري شفیع مشهور په حافظ عمري او د ګذرې، زنده جان، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره د طالبانو روغتیايي مسوول ملا روات نیولي دي.

د هرات د ملي امنیت ریاست تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، طالب قومندان قاري شفیع یې له شینډنډ نه کروخ ته پر لاره د ایران سپاه پاسدارانو په موټر کې نیولی دی: (( نوموړي غوښتل پر پاشدان د بریدونو زیاتوالي لپاره ولاړ شي.))
پاشدان بند له سلما بند څخه وروسته تر ټولو لوی بند دی چې د جوړېدو چارې يې ۴۰ سلنه بشپړې شوېدي.

ملي امنیت وايي، قاري شفیع په هرات ښار کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه لري.
ملي امنیت همدارز وايي، په یو بل عملیات کې یې د ګذرې، زنده جان، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره د طالبانود صحي کمېسیون مسوول له یو لړ مهماتو سره نیولی دی.

هرات په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو شاهد و چې اوس په کې افغان ځواکونو یرغلیز عملیات هم پیل کړي دي او تېره ورځ یې د وضعیت ارزونې لپاره لوړ پوړي چارواکي هم تللي وو.

3 COMMENTS

  1. څه ګټه مو وکړه ، چې سبا له یې د پنځه زره بندیانو په نوم خوشي کوي، څه مو ناکام چې ۵۰۰۰ شرمښان پالۍ او مړوۍ ، خو همدلته یې په دې سر وُلۍ چې دا د وطن او خاورې سره وفا ده ، او دا چې امنیته تاسې یې نیسئ او دولت او امریکا یې سباله بیرته خوشي کوي ، نو دا هسې وخت ضایع کول دي ، د بشر د حقوقو په نوم نړیوالې ادارې مو اعدام او شکنجه کولو ته نه پریږدي ، نو ښه خبره دا ده چې د وطن دښمنان ځای په ځای تخته کوئ ، او بیا وایست چې دا مو د عملیاتو په ترڅ کې ولګیدل او له منځه لاړل !!

  2. زه د فوځ تولو منسوبیو څخه هیله کوه چه طالیب ژوندی مه ساتی۰ دا مار دی وژنی یی۰کار یی خلاصوی۰ وروسته بیا ازادیږی۰ ستاسی زخمتونه ضایع کیږی۰د تولو قوماندانانو توجه غواړم۰ دشمن ژوندی مه ساتی څومره ژر یی چه کولای شی مردار کوی یی۰

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب