Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي تر زرو او ناروغان یې له...

هېواد کې له کورونا روغ شوي تر زرو او ناروغان یې له ۹ زرو واوښتل

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: په هېواد کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورونا ۱۱۸۲ مشکوکو پېښو څخه یې ۵۴۲ پېښې مثبتې تشخیص شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز نن جمعه غرمه مهال یو خبري کنفرانس ته وویل، په دې سره ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۹۲۱۶ ته لوړې شوې دي.

بلخوا تاند ته د وزارت لخوا استول شوی معلوماتي لیست ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۳۱۶ پېښې په کابل کې ثبت شوې دي او هرات ورپسې د ۴۷ پېښو په لرلو دویم نمبر کې روان دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ هېوادوال له کورونا مړه شوي چې ورسره د ټولو کورونايي مړو شمېر ۲۰۵ ته لوړ شوی دی او ۵۸ تنه نور روغ شوي دي چې د روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۹۹۳ ته رسېدلی دی.

د یادونې ده چې کابل دا مهال د ۳۰۸۳، هرات د ۱۴۶۱، بلخ د ۶۹۶، کندهار د ۶۳۶ او ننګرهار د ۵۱۳مثبتو پېښو په لرلو سره لومړی، دویم، دریم، څلورم او پنځم خطرناک ولایتونه شمېرل کېږي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت، د کورنیو چارو وزارت او حج و اوقافو وزارت له خلکو غوښتي چې د کوچني اختر خوشالۍ په کورونو کې ولمانځي او بهر راونه وځي.
دمګړۍ توله نړۍ کې د کورنا مثبتې پېښې ۵۱۰۷۵۷۲ ته رسېدلي او ۳۳۳زره تنه ترې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...