Homeخبرونهد کابل- جلال اباد دوهم سړک د حق العبور په پیسو جوړېږي

د کابل- جلال اباد دوهم سړک د حق العبور په پیسو جوړېږي

تاند (سې شنبې د دلوې ۳ مه) د طالبانو د حکومت اقتصادي کمیسیون نن (سې شنبې) د حق العبور یا ټول پلازا په بدل کې د کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړېدا پروژه تصویب کړه.

اقتصادي کمیسیون د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ په غونډه کې د ټولګڼو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کابل – جلال اباد د دوهم سړک پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

دې کمیسیون په عین حال کې له ټولګټو وزارت څخه وغوښتل چې باید دا سړک په معیاري ډول جوړ شي.

کمیسیون همداراز د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د لارو د محصول ټولولو لپاره د دروازو جوړول تصویب کړل.

د طالبانود حکومت د خبرپاڼې پر اساس، خصوصي سیکتور به د عامه – خصوصي مشارکت له لارې د لسو کلونو لپاره پر سړک پانګونه وکړي.

د دې طرحې پر اساس به په لومړیو ۲ کلونو کې به ۵۱ سلنه عاید د دولت خزانې ته ورکول کېږي، او له درېیم کال څخه تر لسم پورې به ۹۰ سلنه عاید د دولت په خزانه کې ټولیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...