دوشنبه, جون 3, 2024
Homeخبرونهګاونډیو هیوادونو په یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ایستلي

ګاونډیو هیوادونو په یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ایستلي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د طالبانو حکومت وايي، په تېر یوه کال کې له بیلابیلو هیوادونو تر یو میلون ډېر افغانان ایستل شوي او افغانستان ته بېرته راغلي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني نن (سې شنبې) د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له چارواکو سره په کابل کې په کتنه کې وویل، له دې شمېره نیمايي له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو هم نن وویل چې په تېرو څلور میاشتو کې له دې هیواده تر ۵ لکه ډېر بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویندوی عبدالمطلب حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خلیل الرحمان حقاني د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره په مرستو کې د کډوالو موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او له ګاونډیو هیوادونو څخه له راایستل شویو کډوالو سره منظمې مرستې وکړي.

د دسمبر په وروستیو کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي و چې ایران، ترکیې، پاکستان او نورو هیوادونو په یوه کال کې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان افغانستان ته بېرته راستولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب