سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات په لویه اندېښنه بدلېږي

امریکا وايي، د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات په لویه اندېښنه بدلېږي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د ښځو خلاف د طالبانو ډېرېدونکو محدودیتونو نور غبرګونونه پارولي دي.

د امریکا حکومت وايي، د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات د واشنګټن لپاره په یوه لویه اندېښنه بدلېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویندویې ودانت پاتل پرون (دوشنبې) په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان له یوې خوا غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي او له بلې خوا داسې اقدامات کوي چې د امریکا لپاره د منلو نه دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ونالډ نیومن ویلي ، د ښځو پر کار او تعلیم بندیز، چې د طالبانو د مشر لپاره ایډیالوژیک دریځ ګڼل کېږي، د دې سبب شوی چې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

ده زیاته کړه، تمه نه شته چې په نژدې راتلونکې کې واشنګټن د طالبانو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راوړي او نور هیوادونه هم د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو په اړه پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په یوه وروستي راپور کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت د ښځو پر زده کړو، کار، ګرځېدو محدودیتونو او د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو خپلسرو نیولو ته دوام ورکوي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې پر افغان ښځو د زده کړو، کار، تګ راتګ او حجاب لګېدلي محدودیتونه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په کابل او ولایتونو کې تطبیق او څارل کېږي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ملګروملتو پر وروستي راپور غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دیني حکمونو پر تطبیق نیوکه د منلو نه ده او د خلکو عقایدو ته سپکاوی دی.

4 COMMENTS

  1. اوس چی ټوله نړۍ تا په رسمېت نه پېژنی نو ته ملامت ېې که ټوله دنېا؟ ښکاره خبره ده چی ته ملامت ېې. داچی تاته خپل ځان ډېر ښه او بی جوړی ښکاری همدغه دی تکلېف دی ، ته روحی مشکل لری، ټوله دنېا کی ېواځی خپل ځان درته ښه ښکاری او نور ټول ګمراه. د پښتو متل دی واېې چی له ښاره وځه خو له نرخه مه وځه.

  2. امریکا خپله ټول ملک طالبانو ته وه سپاری ټانګان دفترونه هرڅه وسایل اوس ورته وای د ښځو حقوق خو دابه دي هلته په قطر کي پر لازمي کړي وای نن به داغم نه وای په اعلامیو یی ولاکه سره شل کې

  3. دغه ټولې بدبختۍ دغو د بشریت او انسانیت دښمنانو د یهودو لعنتیانو ځالې راوړه که اشرار وه که کونیان لوڅغري دموکراتان وه که خرزئ وه که طااب. الله جلاالله ددغه د بشریت او انسانیت دښمنان ذلیله کړي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب