جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد تورخم لار له ۱۱ ورځو وروسته پرانیستل شوه

د تورخم لار له ۱۱ ورځو وروسته پرانیستل شوه

تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د تورخم لار له ۱۱ ورځو وروسته نن پرانیستل شوه او لارۍ چلوونکو ته اجازه ورکړل شوه چې له افغانستانه پاکستان او له پاکستانه افغانستان ته تېرې شي.

د پاکستان راډیو وايي، د تورخم دروازه د سوداګري موټرو پر مخ په پېښور کې د افغانستان د جنرال قونسل او پاکستاني چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته پرانیستل شوه.

د پاکستان د ګمرکي چارواکو په وینا له افغانستانه لومړی باري موټر نن سهار وختي پاکستان ته واوښت.

د دواړو خواوو د موافقې پر اساس، د اپریل له لومړۍ وروسته به هیڅ خوا د بلې خوا بې وېزې او بې پاسپورټه موټر چلوونکي ته اجازه نه ورکوي.

دا لاره پاکستان د جنورۍ په (۱۳) نېټه د افغانستان د باري موټرو پر مخ په دې نوم بنده کړه چې باید هر چلوونکی پاسپورټ او وېزه ولري. د پاکستان د اقدام په وړاندې طالب چارواکو په متقابل اقدام کې تورخم د پاکستان د باري لاریو پر مخ بنده کړه.

د افغانستان د سوداګري او پانګونې خونو د معلوماتو پر اساس، د تورخم د بندېدو له کبله افغان او پاکستاني سوداګر د ورځې ۲ لکه ډالره زیان کوي.

پاکستان د تورخم ترڅنګ له افغانستان سره په ۶ رسمي ترانزیتي لارو کې ۵ بندې کړې وې. تراوسه څرګنده نه ده چې پاکستان نورې لارې هم پرانیستي او که نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...