دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهکابلوف: د افغانستان په اړه غونډه مو د دغه هېواد پر «ټول...

کابلوف: د افغانستان په اړه غونډه مو د دغه هېواد پر «ټول ګډونه حکومت» متمرکزه ده

تاند (سې شنبه،د دلوې ۳ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې د روانې جنورۍ په پای کې د دوی په کوربه توب د افغانستان په اړه کېدونکې غونډه د دغه هېواد پر « ټول ګډونه حکومت» متمرکزه ده.

کابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې دا غونډه د چین، پاکستان او ایران له استازو سره جوړیږي.

هغه نه دي ویلي، چې په دغه غونډه کې د دوی او یادو هېوادونو له اړخه په کومه سطحه استازي برخه اخلي.

کابلوف زیاته کړې، چې د ایران او پاکستان وروستۍ ناندرۍ به پر دې غونډې کوم اغېز ونه لري.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د « ټول ګډونه حکومت» د رامنځته کېدو په اړه د افغانستان له اوسنیو واکمنو طالبانو سره د تعامل څرنګوالی او له ترهګرۍ او نیشه یي توکیو سره مبارزه د دغې غونډې مهم ټکي دي.

کابلوف مخکې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوی په غوښتنه د یوې غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړی و، خو په تازه څرګندونو کې یې نه دي ویلي چې هغه غونډه څنګه شوه او له دې غونډې سره تړاو یې څه دی؟

تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له طالبانو د « ټول ګډونه حکومت» جوړولو غوښتنه وکړه او په مشخص ډول یې ټینګار وکړ چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې مشر احمد مسعود ته دې پکې ځای ورکړل شي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا وکړه چې د دوی رژیم« ټول ګډونه او مسوول» دی او بهرنیان دې په داسې څرګندونو د دوی په چارو کې مداخله نه کوي.

معلومه نه ده چې د روسیې کېدونکې غونډې ته د طالبانو د رژیم استازي هم بلل شوي کنه؟

طالب چارواکو د افغانستان په اړه هغه غونډې بې پایلې بولي، چې د دوی استازو ته پکې ځای نه وي ورکړل شوی.

9 COMMENTS

  1. تاسو غواړی چی بیا خپل تشتیدلی جاسوسان او وطن پلورنکی او لندغر راولی دا ناشونی خبره ده مونږ هم د طالب خلاف یو مګر د لنډغرو او غلو په مقابل کښې د طالب نه په کلکه دفاع کو او ستاسو که دا غونډه صرف د لندغرو راوستو لپاره وی هیڅ ورته ضرورت نشته چې دایره یې کړی همدا اوس نه ناکامه غونډه ده. له دی بیځایه او بی مفهومه غونډو نه د افغانستان په ابادی کی مرسته وکړی چی تاسو بدبخته روسان له لاسه ویجاړ شو

  2. غونډې ښې ډېرې جوړې کړئ ، خپل معاشونه او سفرې ځانو ته حلالې کړئ ، خو دا ټول ګډونه او خصوصا د مشهورو غلو او ملي خاینانو نومونه مه اخلئ . د افغانستان خلک له دوی کرکه او نفرت کوي.

  3. کابلوف ته وایم چه د افغانستان په اړه غونډه باید د یو میلیون څخه زیاتو مظلومو افغانانو چه شوروی یا ننی روسي په بی رحمي شهیدان کړیدی، په دیت ورکولو متمرکزه وی. روسان باید لمړی ځمونږ د شهیدانو ديت ادا کړی. او هم د افغانستان د ورانولو او بمباریو جرم او بیا جوړونی ته پیسی ورکړی.

    تاسی کابلوف ته وایم که غواړی چه د پخوا پشان د افغانستان سرنوشت د پخوانی لنډغر او کی جی بی غړی(احمد شاه مسعود) ځوی اخمد مسعود ته ورکړی. نو کابلوف به دغه آرمان ګور ته یوسی.
    افغانان باید ټول په شریکه د نړیوالی جنګی مجریمونو محکمی ته عرض وکړی، چه روسان ځمونږ د شهیدانو ديت او د وطن ورانولو دپور پیسی ورکړی.

    • دغه پوښتنه د له کتابي وروره وکړه وطنخواره سي د تاسي د اشرارو پلرونو په اوږه یې سټينګر وریښئ وه. او د تاسي پلرونو ورته کتابي وروڼه ویل. 😡اخیر کتابي وروڼه درته راغلل د میړه او ماینې خوب کټ ته ودریدل. داسي څرګندیږي سي د غولبویدین په اخوره کې د سخوند وهلئ.د تاسي په طاغوتي جهاد کې میتیازې وکړم سي ملک مو د تورغري سوبه کړ 😡

  4. Иди ты на хуй сука что хотите что бы опять тех воры участвовали ?такими вы суки братьями стали с чёрножёпо кафиристаном 😡

  5. بله خبره کابلوف او د کابلوف ملګرو ته:
    تاسی لمړی د اکراین د جګړی په خاطر غونډی وکړی. خپله په غم اخته یی او بیا د نابللی میلمه پشان د بل هیواد لپاره غونډی کوی.

    بله دا چه تاسی د خپل یو جنرال کتاب چه د افغانستان د جګړی په باره کی یی لیکلی دی، تر نظره تیر کړی. چه د اشرار او لنډه غر او ډیر بی غیرته مسعود په باره کی یی څه لیکلی دی. هغه لیکلی دی چه مسعود مخکی د تور پنجابی یا چټلستان د ای اس ای غړی وه، او وروسته زمونږ د کي جی بی غړی وه. حتی تر دیی چه په افغانستان کی به د کوم شوروی جنرال کلیزه وه، نو مسعود بی غیرته به ورته د مبارکی په خاطر تحفه راوړله.
    مسعود بی غیرته پدی وه چه یو خو جاسوس وه او بل د جګړی په میدان کی چا نه دی لیدلی، تل به په محفوظو زیرزمینانو او سمڅو کی پټ وه، او کله کله به د سمڅی څخه راووت او مخابری به یی کولی. مسعود ځینی نور لنډه غر لرل چه په مطبوعاتو کی یی دده نوم مخکی کړه. د مسعود لخوا د شورویانو سره ډیری معاهدی او تړونونه کړیدی، حتی یوه معاهده یی دا وه چه د سالنګ په لاره به یی د روسانو په قطارونو ډزی نه کولی، او هغوی ته به یی ویلی چه جنوبی او شرقی ولایاتو ته څانونه ورسوی او داسی نور.
    مسعود یو ملی خاین وه او دی.

  6. چه عقل یی ویشه ته چيري وى؟
    په پاړسو لیکل کوی بیا یی ګوګل ته ورکوی چه روسی تری جوړه کړی،

    او بیا داسی تبصره: دغه پوښتنه د له کتابي وروره وکړه وطنخواره سي د تاسي د اشرارو پلرونو په اوږه یې سټينګر وریښئ وه. او د تاسي پلرونو ورته کتابي وروڼه ویل. 😡اخیر کتابي وروڼه درته راغلل د میړه او ماینې خوب کټ ته ودریدل. داسي څرګندیږي سي د غولبویدین په اخوره کې د سخوند وهلئ.د تاسي په طاغوتي جهاد کې میتیازې وکړم سي ملک مو د تورغري سوبه کړ 😡

    سمه ده ستاسو په ژبه که غم نداری بز بخر……………. د نیږدی به دواړه خوندوری خبری وکړو………………

    د انتر نیټ یو کود لری مګر نومونه دیی بی شماره دی.
    سید محمد او دغه نور …………………… مه لیکه دغه بل نوم( شری ف …)دیی ډیر مشهور دی، همدغه لیکه.

  7. بلی انترنیت مجازی، تورتمی، دیوال پناه او ډیجیټلی نړی ده. زه په انترنیټ ډیر نه پوهیږم ځکه زده کړی می تر اتم پاس هم ډیری ټیټی دی.

    زه ټولی توکلی خبری کووم…………….

    خو ستا د بی غیرته د میړه او ماینې او میتیازې ……………………………………………………….

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب