دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونههند د ملخو د کنټرول لپاره افغانستان ته ۴۰ زره لیتره درمل...

هند د ملخو د کنټرول لپاره افغانستان ته ۴۰ زره لیتره درمل واستول

تاند (سې شنبه،د دلوې ۳ مه) هند وايي، له افغانستان سره د مرستو په دوام کې یې دغه هیواد ته د چاه بهار بندر له لارې ۴۰ زره لیتره ملاتیون استولي چې د ملخو پرضد کارول کېږي.

افغانستان تېر کال د ملخو له پراخ هجوم سره مخامخ شو او د یو شمېر شمالي ولایتونو کروندې یې ویجاړې کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د هند په مرستې د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د ملخو ضد دا درمل به د کروندو له ساتل کېدو او په افغانستان کې د خوړو له امنیت سره مرسته وکړي.

ملاتیون په وچو سیمو او هغو ځایونو کې چې اوبه کمې وي اغېزمن ثابت شوي او د ملخو د مخنیوي لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

هندي رسنۍ وايي چې افغانستان ته د ملاتیون دا مرسته نه یوازې په افغانستان کې د ملخو له مخنیوي سره مرسته کوي بلکې د سیمې نورو هیوادونو ته د ملخو د خپرېدو مخه هم نیسي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هم ویلي چې د هند دا حشره ضد درمل نه یوازې په افغانستان کې د ملخو مخه نیسي بلکې د منځنۍ اسیا ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم د ملخو د خپریدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

2 COMMENTS

  1. ښکلی او ښایسته هندوستان د تل آباد وي ، تل یې له افغانانو سره په سختو ورځو کې مرسته کړې او خپله روزې یې له مونږ سره وېشلې ده .
    اما زمونږ تر منځ د امنافق او د سرطان دانه چې ځان ته مسلمانان هم وایی ، تل یې زمونږ پرمخ بندرونه تړلي او هرځل یې افغان سوداګرو ته په میلیونونو دالرو زیان رارسولی . له خدایه یې تل ذلیل غواړو.

  2. افغانستان د ملخو ضد درمل ته لږه بلکې د جمهوریت په نامه غلو، د مجاهد په نامه اشرارو، د خلق، پرچم، ستمي، ماويست، شعله یانو او هیبتې ځناور او حشراتو د له منځه وړلو درملنې ته اړتیا لري. د انسان په شکل دا حشرات د نړۍ له بل هر خزنده او لټکو څخه خطرناک دي. که هر څوک د دې حشراتو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي د افغانستان رښتینې دوستان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب