تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه الوتکه چې په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه، د کوف اب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پيدا شوې.
د نوموړي په وینا، د دې الوتکې پېلوټ د دوی د څېړونکې ډلې لخوا ژغورل شوی او د پاتې کسانو لټون او مرسته دوام لري.
مجاهد زیاته کړې؛ د معلوماتو په اساس د پيلوټ په ګډون څلور کسان ژوندي دي.
تردې مخکې د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې نن ویلي و چې له دوی سره یوه راجستر شوې الوتکه، چې ۶ تنه پکې سپاره وو، تېره شپه د افغانستان په فضا کې بې درکه شوه.
دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا چارټر شوې الوتکه له هنده د افغانستان او ازبکستان له لارې مسکو ته روانه وه چې د افغانستان په فضا کې یې له رادار سره ارتباط پرې شو.
مخکې ځینو رسنیو دغه الوتکه د هندوستان اړونده ګڼلې وه.