دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ ریاست له خلکو وغوښتل چې عریضې ورنه وړي

د پاسپورټ ریاست له خلکو وغوښتل چې عریضې ورنه وړي

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) ې ورنه وړيد طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د پاسپورټ ریاست له مراجعینو وغوښتل چې د پاسپورټ لپاره د کاغذي عریضو لپاره دغه ریاست ته ورنه شي.

دې ریاست په وروستیو ورځو کې له خلکو غوښتي و چې نور انلاین غوښتنلیکونه نه مني او د پاسپورټ متقاضیان دې لیکلې عریضې د پارسپورت دفتر ته وروړي.

دا ریاست وايي چې د مراجعینو د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله د پاسپورت د ریاست په شاوخوا کې د مېشتو خلکو د شکایت او د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي له امله یوازې هغه کسان دفتر ته ورتلای شي چې دوی په انلاین ډول خبر ورکړی وي.

دا ریاست په عین حال کې وايي چې یوازې عاجلو ناروغانو او سختو اړو کسانو ته پاسپورت ورکوي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته د پاسپورت د متقاضیانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی او ډېر خلک هڅه کوي چې نورو هیوادونو ته ووځي.

د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د پاسپورت د توزیع بهیر ځنډولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب