Homeخبرونهملا برادر: د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره مو جوړه کړه

ملا برادر: د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره مو جوړه کړه

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه)د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولو دولتي شرکتونو، چې دوی یې «امارتي شرکتونه» بولي، د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.

نوموړي پرون په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا کار د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، د انحصار او احتکار د مخنيوي په موخه د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده په فرمان رامنځته شوی.

د هغه په وینا، د تېرې قمري پېړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودیجه برابروله او خدمات یې تر خصوصي سکټور لوړ وو.

برادر د طالبانو له لوري د ډېری دولتي شرکتونو بېرته فعالیدو ته په اشارې سره ویلي؛ زموږ  په راتګ او د مالیې وزارت په هڅو سره ډېر شرکتونه بېرته فعال او په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

 یو شمېر خلکو دولتي شرکتونو ته د طالبانو د رژیم پاملرنه ستایلې، خو ویلي یې دي چې د دغو شرکتونو مشري هم طالبانو د نورو دولتي ادارو د مشرۍ په شان خپلو ملایانو او غیر مسلکي کسانو ته وسپاري، مطلوبې پایلې به ترې ترلاسه نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...