شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهکابل کې نن ۱۵ میلیونه ډالره لیلامیږي

کابل کې نن ۱۵ میلیونه ډالره لیلامیږي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو ویلي، چې نن د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه، چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

سرچینه زیاتوي: داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي: د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د ډالرو ورته لیلام د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې مهم یادیږي.

طالب چارواکي دا ارزښت ساتل د دوی لاسته راوړنه بولي، خو یو شمېر اقتصادي شنونکي له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو اوونیزې کڅوړې د افغانیو د ارزښت ساتل کېدو اصلي دلیل یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب