جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد اړیکو ښه کېدو لپاره د کابل رژیم ته د پاکستان شرط

د اړیکو ښه کېدو لپاره د کابل رژیم ته د پاکستان شرط

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) د پاکستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي وایي، چې که په افغانستان کې د طالبانو رژیم دوی سره ښې اړیکې غواړي، د ټي ټي پي یانې پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون دې د « ترهګرو ډلو» خلاف اقدام وکړي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې دا څرګندونې داسې مهال کړي چې پرون د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: پاکستان ته زموږ او د افغانانو د ښو اړیکو نیت څرګند شوی.

مجاهد نن د پاکستاني وزیر په غبرګون کې وویل:«په ټوله کې د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ښې دي، خو لا هم ځیني ستونزې شته دي، چې باید حل شي، ترڅو راتلونکې کې ستونزې جوړې نه کړي.»

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان بیا ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د افغانستان د تاریخ په کچه « د پاکستان تر ټولو ملګری» حاکمیت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان اړیکې په پرله پسې ډول له ناندریو ډکې ښکاري او دواړه یو پر بل د دغو اړیکو د خړولو تورونه پورې کوي.

پاکستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له دغه هېواده څه باندې نیم میلیون افغان کډوال په زوره وایستل او اوس یې هم له افغانستان سره په دې نوم، چې ګواکې دغه هېواد ته د افغان سوداګریزو توکیو د لېږدونکو لاریو چلوونکي د پاکستان ویزې نه لري، له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې تړلې دي.

3 COMMENTS

  1. د طالب اورته وغیم که د پنجاب شرطونه مني نو دی رښتیا د جناح فرنګي لمسئ ده. دده اورته د هیبت پیري وغیم سي د پنجاب په غره ورننوتئ او خپله خبیثه جوسه چاته نه ښکاروي. 😡🤮🐖

  2. پاکستاني جنرالان
    خپلو وعدو ته عمل او هيڅ احترام نه لري
    په دوی هیڅکله باور نشي کيدی
    او هغه طالب مشران، چې د سولې لپاره د پاکستاني جنرالانو ته زاری کوي، په نړیواله کچه یې درناوی کموي، او افغانان په ریښتیا ناراضه کوي.
    آزموده راآزمودن خطاست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب