یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه بدخشان کې د روسیې یوه الوتکه لوېدلې ده

په بدخشان کې د روسیې یوه الوتکه لوېدلې ده

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې نن وویل چې له دوی سره یوه راجستر شوې الوتکه، چې ۶ تنه پکې سپاره وو، تېره شپه د افغانستان په فضا کې بې درکه شوه.

د روسیې د هوايي چلند ادارې دا خبره وروسته له دې وکړه چې په بدخشان ولایت کې د طالبانود حکومت پولیسو وویل چې په دغه ولایت کې یې د یوې الوتکې د لوېدو خبر ترلاسه کړی دی.

د روسیې د هوايي ملکي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا چارټر شوې الوتکه له هنده د افغانستان او ازبکستان له لارې مسکو ته روانه وه چې د افغانستان په فضا کې یې له رادار سره ارتباط پرې شو.

دې ادارې دا هم ویلي چې دا الوتکه په ۱۹۷۸ م کال په فرانسه کې جوړه شوې وه.

په همدې حال کې په بدخشان کې طالب چارواکي وايي چې یوه الوتکه د زیباک او کران منجان ولسوالیو د توپخانې د سیمې پر غرونو لګېدلې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ريیس ذبیح الله امیري رسنیو ته په استولي پیغام کې دا الوتکه هندي بللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب