یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان: طالبان د افغانستان په تاریخ کې زموږ یوازیني« دوستان» دي

فضل الرحمان: طالبان د افغانستان په تاریخ کې زموږ یوازیني« دوستان» دي

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم، د دغه هېواد په تاریخ کې د پاکستان « یوازینی» ملګری رژیم دی.

نوموړي دې ته په کتو سره، ټینګار کړی چې دغه رژیم او پاکستان باید د ښو اړیکو په اړه یوه اوږدمهاله ستراتېژي ولري.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرته له دې چې دغو څرګندونو ته مشخصه اشاره ولري، ویلي چې د پاکستان پر وړاندې د دوی د رژیم او افغانانو نیت څرګند دی او اوس پاکستان پورې اړه لري چې افغانستان سره د ښو اړیکو پر موضوع باور ولري او په مناسبه طریقه ورسره مخته لاړ شي.

مجاهد نه دي ویلي، چې دوی پاکستان سره څنګه خپل نیت څرګند کړی او له دغه هېواده څه کېدل غواړي؟

مخکې پاکستان او د طالبانو رژیم دواړو یو بل د اړیکو په خرابولو تورن کړي وو.

پرون د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني او طالب ځواکونو د یوې نښتې خبر ورکړل شوی او ورسره سم له نیږدې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان لخوا په دې نوم چې ګواکې افغان موټر چلوونکي د پاکستان ویزې نه لري، له افغانستان سره د دغه هېواد ټولې ترانزیتي لارې تړل شوې دي.

3 COMMENTS

  1. مولانا ډیزل لکه چې بدل ډیزل او یا مبایلال په خپل ماشین کې اچولي . په اپلتو یې شروع کړې ، پرون یې ویل چې ټالبان دوه لارې لري ، یا به له پنجاب سره اړیکي ساتي او یا به پي ټي ام انتخابوي .
    رښتیا هم پنجاب د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو بدترین دښمن دی . د دوی په رژیم کې د پنجاب الوتکو څو ځلې د افغانستان پر مقدسه خاوره بمباري وکړه ، پر سرحدي پوستو یې تعرض وکړ. همدا پرون په کونړ کې د افغانستان طرف ته توغندي و اورول .
    په ملګرو ملتونو کې د پنجاب دایمي استازی د افغانستان پر استازي لفظي تعرض وکړ. هلته تل دوی خپل « دوستان » په تروریزم او د هغوی پر ملاتړ متهموي . دوی د خپلو « دوستانو » د نړیوال پررسمیت پېژندلو مخالفت ښکاره کوي .
    د افغانستان د سوداګرو پرمخ د سپین بولدک او چمن ، د تورخم او کراچۍ بندرونه هره اونۍ تړي ، ګمرکي تعرفې پرې لوړوي اوهغوی ته په میلیونونو دالر تاوان رسوي . له دې زیات ښه دوست حکومت به په نړۍ کې نه وي . د الله لعنت دې وي پر کاذبینو.

  2. د تاند کارکونکو ته که تاسو مسلمانان یاست او یا د افغانیت لږ غیرت درکښې وی نو د دغه هندو دا مردار تصویر مه نشر کوی او که غواړی چی تصویر نشر کړی نو د یو خینزیر تصور خپور کړی او لاندی ولیکې خینزیر فضلو

  3. کومه غلطه خبره یې نده کړې، دا خو حقیقت دی چې د طالبانو اوسنی رژیم د پاکستان او پاکستاني بې دینه مولایانو په لاسو جوړ او ددوی د لاس نیالګیا دی. که طالب ځان هرومره ددوی نه جلا ګڼي دا به لوی منافقت او دروغ وي. سوال دا دی چې طالب ولې د پاکستان نه دومره مجبوره او لاچاره دی؟ ولې یې دا دایمي غلامي خپله کړې او ولې هر وخت د پاکستان خلاف سکوت اختیاروي؟ ددې سوالونو یو جواب دا هم کیدی شي چې پاکستان د طالب او امریکا تر مینځ د ارتباط مرجع وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب