یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد مزارشریف- تهران ترمنځ د هوایی الوتنو بیا پیل

د مزارشریف- تهران ترمنځ د هوایی الوتنو بیا پیل

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) د بلخ او تهران ترمنځ د یزد اېیر هوايي شرکت د الوتنو لړۍ بیرته پیل شوه.

په مزار شریف کې د ایران قنسولګرۍ ویلي، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو د وګړو په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.

له دې څخه مخکې افغانستان ته د ایران ماهان، تابان او کېش اییر هوايي شرکتونو هم خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ډېرو بهرنیو هوایي شرکتونو په افغانستان کې خپل فعالیت په ټپه ودراوه.

له څه مودې راهیسې یو شمېر دغو شرکتونو بیا خپل فعالیت پیل کړی، چې د خلکو هرکلي سره مخ شوی.

 له څه مودې راهیسې متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د دغو الوتنو د بیا پیل خبر ورکړل شوی.

یو شمېر افغانان بیا شکایت لري، چې د دغو بیا پيل شویو الوتنو ټکټونه ډېر ګران دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب