یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ایران په اړه د مقاومت جبهې د یوه ملا تلویزوني بحث...

د ایران په اړه د مقاومت جبهې د یوه ملا تلویزوني بحث ته کتنه!

کبیر هسک

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې یو مشهور غړی ملا مشکور کابلی څو ورځې مخکې د ایران د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې په مناسبت د یوه تلویزوني بحث له مېلمنو څخه و.

هغه په دې بحث کې څو عجیب او ضد و نقیضې خبرې لرلې چې دلته لږ ورته تم کیږو.

ملا مشکور کابلي په دغه بحث کې د ایران د دغه انقلاب رهبر خامنه یي په ډېرو لوړو القابو او نومونو یاد کړ او ادعا یې وکړه، چې هغه د ایران په تاریخ کې تر ننه « تر ټولو باسواد رهبر» و او دی.

په دې اړه د بحث دوو ایراني مېلمنو، چې د خامنه یي مخالفان وو، د توقع خلاف وخندل او باید هم خندلي یې وای.

هغوی ښاغلي مشکور ته په ځواب کې وویل، چې دوی د خامنه یي په اړه ژورې اکاډمیکې څېړنې کړي او موندلې یې ده، چې هغه د ایران تر ټولو بې سواده رهبر و.

مشکور کابلي په خپلو خبرو کې نور عجایب هم غږول، چې له هغې ډلې یې ایران کې د اخوندانو یا ملایانو واکمني د دوی حق باله او عجیب و غریب دلایل یې ورته تراشل.

ښاغلی کابلی، چې خپله هم د افغانستان له شیعه دیني عالمانو څخه دی او په دغه بحث کې یې زیات د فلسفي پوهې د لرلو اکټونه کول، له ملایي او اخوندي هویت سره- سره په افغانستان کې د ملایانو د رژیم له تر ټولو سختو مخالفانو څخه دی.

هغه، چې ډېره موده په ایران کې وي او د طالبانو له واکمنۍ لا مخکې یې مخالفانو د دغه هېواد له مخکښو افغان جاسوسانو څخه باله، د طالبانو رژیم د هغو دلایلو له امله غندي، د کومو دلایلو له مخې چې په ایران کې د اخوندانو واکمن رژیم ستایي.

دا لیکنه د طالبانو د رژیم په پلوۍ او د مخالفانو د غندلو لپاره یې نه ده؛ بلکې دا واقعیت څرګندوي چې افغانان که جمهوریتیان وو، که طالبان، یا مقاومتیان دي یا نور، ټول په یو نه یو ډول د یو بام او دوه هواوو چلند لري.

طالبان هم په افغانستان کې جمهوریت او رایه اچول کفر ګڼي، خو چې کوم بهرنی مرستندوی یې په خپل هېواد کې ټاکنې وګټي، تر ټولو اوله مبارکي دوی ورته وایي او په افغانستان کې کفر ګڼلی جمهوریت په نورو اسلامي هېوادونو کې تر هر چا دوی زیات« اسلامي» بولي او په ستاینو یې له خولې ځګونه بادیږي.

د افغان سیاسي او جنګي اړخونو چې دا منافقت او پردي پالنه وي او پر دې ډلو د افغانانو ملاتړ او سر ماتول، یو هم خدای که به ښه ورځ ویني، دغسې چې دي، لا به نور ذلیل او در به دره وي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب