سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپاکستان سره د ټولو تجارتي لارو د بندولو په اړه د طالبانو...

پاکستان سره د ټولو تجارتي لارو د بندولو په اړه د طالبانو خبرداری

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) د پاکستان ډاون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم له پاکستان سره د ټولو تجارتي لارو د بندولو خبرداری ورکړی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې دا خبرداری له پاکستاني لوري سره د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه د طالب چارواکو د مذاکراتو له ناکامیدو وروسته ورکړل شوی.

د ورځپاڼې له قوله، طالب چارواکو په دغه خبرداري کې ویلي چې د تل لپاره به تورخم او خرلاچي لارې د سوداګرۍ پر مخ وتړي.

ډاون ورځپاڼې د دغه ادعا شوي خبرداري په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

تورخم دروازه نیږدې یوه اوونۍ کېږي، چې د پاکستان لخوا ظاهراً په دې دلیل چې دغه هېواد ته د بار وړونکو موټرو افغان چلوونکو د پاکستان ویزې او پاسپورټونه نه لرل، دا لاره د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

د پاکستان لخوا بیا- بیا د تورخم او نورو تجارتي لارو تړل کېدو افغان سوداګر ډېر زیانمن کړي او پر پاکستان یې د توندو نیوکو سبب شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب