دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهقطر راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

قطر راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرد وزیر سراج الدین حقاني دفتر ویلي، چې نوموړي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره د هغې غونډې په اړه خبرې کړي، چې په دوحه کې راتلونکې میاشت د افغانستان په تړاو ترسره کېږي.

د حقاني دفتر ادعا لري، چې اروپایي استازې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ستاینه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راتلونکې مياشت دوحه کې د جوړيدونکې ناستې په اړه هم خبرې وکړې.

یودیچه همدارنګه د اروپايي ټولنې په استازيتوب د هرات له زلزله ځپلو او هېواد ته راستنېدونکو افغانانو سره د همکارۍ په ګډون د نورو بشري مرستو يادونه هم وکړه.

په ورته وخت کې طالب وزیر ادعا کړې، چې افغانستان له څو لسيزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور ګامونه پورته کوي او له ډېرې مودې وروسته افغانان د فزیکي او رواني امنیت احساس کوي.

حقاني همدارنګه له نړۍ سره د تعامل په اړه ویلي، چې طالب رژیم باید په نړیوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب تر لاسه کړي.

طالبانو د قطر د غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب