Homeخبرونهطالبانو چین سره د افغانستان د یوه نښلونکي سړک د جوړولو خبر...

طالبانو چین سره د افغانستان د یوه نښلونکي سړک د جوړولو خبر ورکړ

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد ایوب خالد ادعا کړې، چې راتلونکې اوونۍ به د یوه سړک له بشپړولو سره افغانستان او چین ونښلوي.

نوموړي ویلي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې د جمهوري نظام پر مهال په ټپه درېدلې وې او اوس به یې ژر چارې بشپړې شي.

خالد زياته کړې، چې د ورېښم لارې په نوم د دغه سړک د جوړولو چارې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې پيل شوې وې.

څلور میاشتې وړاندې د طالبانو د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان وکړ چې د نږدې ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو کار د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له ګنبد څخه د چین تر پولې پورې د ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوی دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند هم د دغه سړک د ژر جوړېدو یادونه کړې وه.

یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې د سړک نښلول به د افغانستان او چین پر اړیکو او سوداګرۍ ډېر اغېز ځکه ونه لري، چې چین هم د نورې نړۍ په شان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني او د داسې اړیکو په موجودیت کې به افغانستان له ورته اتصالي سړکونو ډېر خیر ونه ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...