یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په افغانستان کې نوې لویه پانګونه| هاشم مهمند

په افغانستان کې نوې لویه پانګونه| هاشم مهمند

په افغانستان کې د ملي تاجر میرویس عزیزي له خوا د لس ملیارډه ډالرو پانګونې پرېکړه د هر افغان دپاره د خوشحالۍ او ویاړ خبر دی. د «عزیزي بانک» مشر وویل چه دا لس میلیارډه ډالره به د پنځو تر شپږو زره کلیوواټه برېښنا او نور به یې په هېواد کې د اوسپنې د پټلیو پر غزولو ولګول شي.

د برېښنا او حمل و نقل په برخه کې دا ډول لویه پانګونه په افغانستان کې د صنعتي انقلاب د پیل او بریالیتوب سره ډېره مرسته کوي. د نړۍ پرمختللي صناعتي هېوادونو هم په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې د خپلو صنعتي انقلابونو په پیل کې د انرژۍ او حمل او نقل مسئله د اقتصادي پرمختګ بنسټ او زېربنا وبلله او تر هر څه دمخه یې د دې مسئلې حل ته پاملرنه وکړه. نن هم د پرمختللو هېوادنو ټوله پاملرنه د انرژۍ د منابعو او د حمل او نقل د لارو امنیت او خوندیتوب ته دی.

کارپوهان په دې باور دي، چه افغانستان د صناعتي کېدو دپاره ټول لازم امکانات او پوټنسیالونه لري، خو د میرویس عزیزي په شان ملي تاجرانو ته ضرورت لري چه د هېواد د زراعت او صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، تر څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او د نورو د احتیاج څخه د تل دپاره خلاص شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چه د افغانستان په تاریخ کې دغه ډول لویه پانګونه هېڅکله هم نه د داخلي او نه هم د خارجي منابعو له­خوا تر سره شوې ده. او دا حقیقت دی. افغان چارواکي او افغان روشنفکران ټول په دې باور دي، چه هېواد یوازې د افغانانو په زیار او مټ آبادېدلای شي او په دې لار کې باید پر هېڅ بهرني ځواک تکیه و نه شي. د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو تجربو دا حقیقت تر هر بل وخت زیات څرګند کړ.

نو که په هېواد کې تل­پاتې سوله او ثبات ټینګ شي ‎ا و دولت او ملي تاجران په هره برخه کې پانګونې وکړي، دا هېواد به ډېر ژر د زراعتي محصولاتو او صناعتي تولیداتو په برخه کې نه یوازې پر ځان بسیا شي، بلکې خپل کرنیز او صنعتي محصولات به نورو ملکونو ته هم صادر کړي.

ښاغلي عزیزي وویل چه دغه پانګونه به د ۵ کلونو په موده کې پلې او په دې سره به په افغانستان کې د زرهاو کسانو دپاره د کار او روزګار زمینه برابره شي.

خو د هېواد یو لړ بدبینه او بدنیته ځوانان په خپلو فېسبوکونو او پاڼو کې د ښاغلي عزیزي پر نېک نیت او څرګندونو شک څرګندوي. د دې شک یو علت د ښاغلي عزیزي د تېر کال څرګندونې دي، چه ویې ویل په کابل کې یې ۲۳ جریبه مځکه پېرودلې او غواړي هلته یوه ډېره مډرنه او مجهزه شفاخانه چه د بېلابېلو ناروغیو د درمل څانګې به ولري او د یتیمو ماشومانو دپاره به یوه ډېره مجهزه یتیم­خانه جوړه کړي چه هر څه به په کې وړیا وي.

د دې پروژې درک لا نه دی معلوم او همدا وجه ده چه ځینې ځوانان د ښاغلي عزیزي پر نورو وعدو بدګمانه دي. خو ښاغلي عزیزي په خپلې وروستۍ ویډیويي مرکه کې چه د هرات په زنده جان ولسواکۍ کې یې وکړه وویل: «زه د دغسې لویې پانګونې وړتیا او توانایي لرم او بل دا چه کله یو قول او وعده ورکوم، پر خپل قول او وعده وفا کوم. دا ټول عمر همداسې وه.»

ښاغلی عزیزي نن سبا د نړۍ د لویو تاجرانو او پانګوالو په قطار کې شمېرل کېږي او د عربي هېوادونو په لویو پروژو کې ښکېل دی. دی نن سبا په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو لوړه آسمان­خراش Skyscraper ودانۍ په جوړولو اخته دی، چه د لس­هاوو میلیارډه ډالرو یوه پروژه ده. همدا شان دی په ډېرو نورو ورته پروژو کې لاس لري. نو داسې یو کس دې­ته څه ضرورت لري خپلو کړېدلو هېوادوالو ته درواغ ووایي او یا غلطې او ناحقه وعدې ورکړي؟

د هرات زلزله ځپلو دپاره د ده له خوا د څو سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۰ کورونو جوړول چه تېره اوونۍ مستحقینو ته ووېشل شول، د وطن او اولس سره د ښاغلي عزیزي د مینې او علاقي ښه مثال دی.

زه په شخصي توګه میرویس عزیزي نه پېژنم او نه مې په ژوند لیدلی دی، خو د هېواد د یو بریالي تاجر او بزنس­مین په توګه چه په سیمه کې یې نوم او اعتبار ګټلی دی او غواړي په خپل هېواد کې هم پانګونه وکړي او د سیمې او عربي نړۍ پانګوال په افغانستان کې سرمایه ګذارۍ ته تشویق کړي، ویاړم.

زه همدا شان زموږ د بدګومانه او منفي بافه افغانانو څخه هم غواړم په خپلو تبصرو او څرګندونو کې د انصاف پلو پرې­نه­ږدي او د خپل هېواد ملي ګتو ته په کتو، د هېواد پر ملي شخصیتونو د بېځایه تورونو او تهمتونو د پورې کولو څخه ډډه وکړي. په دغه برخه کې د تېرو څلوېشتو کالو تجربې کفایت کوي.

6 COMMENTS

  1. محمد هاشم مومند لیکلي چې ښاغلی عزیزي شخصا نه پيژني خو د دغه وطندوستانه اقدام ډیره ستاینه یې کوي.
    زه هم ښاغلی مومند نه پیژنم خو د دوی د دې ښکلې،منطقي او له وطني مينې ډکې لیکنې ډیره ستاینه کوم. زده کړه مې ترې وکړه. مننه مومند صاحب

  2. خبره د ښاغلی عزیزی د نیت او انګیزی په څرنګوالی کی نه ده ( ممکن ښاغلی عزیزی د خپلی وطندوستانه هڅی په هکله صادق وی او ممکن بریالیتوب ئی هم په برخه سی ) خو خبره د ښاغلی مهمند د لیکنی د محتویاتو په هکله د باور او یقین د ژوندی ساتلو په هکله ده.
    ښاغلی مهمند پدی عقیده دی چی پانګه لګَوَنه د صنعتی او زراعتی پر مختګ لامل ګرځی. د ښاغلی مهمند دا عقیده عمومیت نلری ځکه:
    صنعتی پرمختګ ځانته خاصه زمینه او زمانه او فضاء ایجابوی.د صنعتی او حتی زراعتی پرمختګ لومړنی زمینه او زینه د ابتدائی او متوسطه او عالی زده کړو د سیسټم را منځته کیده ګڼل کیږی.
    د اوسنی حاکمیت تر سیوری لاندی به ناممکنه وی چی د ښوونځی او پوهنتون کچه هغه ځای ته ورسیږی کوم چی یو علمی انقلاب را منځته کړای سی.
    د طالب د حاکمیت ستائنه یا غندنه به یوی خوا ته پریږدو او منصفانه قضاوت به وکړو چی آیا د طالب د اوسنیو پالیسیو په فضاء کی کولای سو چی د خپل هیواد په غیږه کی د روښانه راتلونکی هیلی ژوندی او ګړندی وساتو؟ باور نه نلرم.
    بله دا چی :
    اُمید
    او
    آرزو
    دوی بیلی بیلی مقولی دی.
    د پښتو ژبی ځینو کُلالانو هسی د کوڅی عادی خاوری سره اخښلی او د خپلو سلیقو په کُره کی ئی ننه ایستلی او حرارت ئی ور کړی او د خپلی خوښی پخه ! کوزه ئی تری تولید کړیده ( آرزو او اُمید دواړه ئی ” هیله ” بللی دی حال دا چی آرزو او اُمید ډیر توپیر سره لری ).
    یو ګُلالی ځوان زیار ګالی او درس وائی پدی اُمید چی یو تکړه ډاکټر او انجنیر تری جوړ سی ( ۱۰۰% احتمال لری چی اُمید ئی تحقق ومومی ).
    خو
    ما غوندی یو زوړ او کلوچ بوډا ( مثلاً ) آرزو لری چی د ملا برادر شخصی خیاط وی او ډول ډول سدریانی ور جوړی کړی خو دا آرزو فقط د ” آرزو ” په جیب کی پاتیږی ( تحقق نه مومی ) .
    بناً
    د پانګی اچونی په صورت کی د افغانستان د پرمختګ آرزو به هغه وخت په اُمید بدله سی چی کله ظرفیتونه هم چمتو سی خو د بده مرغه اوسمهال دا ظرفیتونه نه تر سترګو کیږی.

  3. د ښاغلي مومند صاحب لیکنه عالي ده.
    زما په نظر هغوی چې د عزیزي دا خبره ردوي او بابېزې یې ګڼي چې ۱۰ میلیارده پانګونه کوي، زه نه غواړي چې څوک دې راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي. تاسي وګورئ کومو کسانو د عزیزي اعلان رد کړی او ده ته یې په دې خاطر بد رد ویلي دي. مثلاً صالح او یو شمېر ستمیان.
    ممکن عزیزي ۱۰ میلیارده پانګونه ونه کړي، نیبم میلیارد وکړي، نو ایا د غندنې وړ دی، بیا هم باید افرین ورته وویل شي. البته هغه کسان ورته افرین وايي چې په هیواد کې دننه اوسي، له فقر او نیستۍ په تکلیف دي او یا له دې وطن سره مینه لري.
    ښاغلی مومند هم په دې ډله کې شمېر دی او ځکه ورته خوشبین دی.
    ارمان

  4. دروند هاهشم مهمند چاري مو ښي او روغ اوسی،

    ستاسو د ليکني د تائيد په هکله زه ځپله د يوه فني او دګاډي دمتخصص په حيث خپل نظر دلته کوم چي د بعضي پسيميستو ځوانانو د ګاډي تارانسپورتي سيستم د کارولو او کار اخستلو په هکله کوم مشکل لري لاندي يي دحل لاره ده:
    اول خو د ګاډي تارانسپورتي سيستم اوس هم په افغانستان شته چي څومره ګټه به څرنګه او په ګومه برخه دتراسپورت تري اخستله کيږي څه نشم ويلای خو فني پرسونل بايد د ګاډي تارانسپورتي سيستم د کارولو او ساتلو لپاره زما د خپلي لس کلني تجربي په اساس په هغه کمپنی چي ما کار کاوه ډير په ساده ژبه يي يادوم او پرتلي د عربي ملکونو د کوويټ سعودي عرب او نوري غربي نړي لکه المان، دنمارک………. په لاندي ډول وروزل شي.
    داچي په افغانستان کي د ترانسپورتي سيستم په برخه کي کوم داسي علمي مرکز نشته چي هلته فني پرسونل وروزل، نو د فني پرسونل دروزني له پاره په افغانستان کي په کافي اندازه انجنيران شته کوم چي د informatic, Telecommunications او د mechanical engineering د پوهنځيو نه خلاس شوي او بيکاره کرځي، په دانجنيران کي ډير پوتنسيل شته چي زر او ارزانه هغه کمپني يي وروزلای شي کوم چي د ګاډي تکنوجي افغانستان ته ليږي او دا روزنه د Training on the job شانه وي تر څو دوی وکولای شي ګاډي تارانسپورتي سيستم ساتنه maintenance او Funktion وکولای شي زده کړي .
    نوکی تخنيکي معلومات
    ګاډي تارانسپورتي سيستم څلور مهمي برخي لري او هره برخه يي فني پرسونل ته اړتيا لري:
    Outside technology
    Interlocking system
    Operation and controlling
    Energy
    ايا چا دا فکر کاوه چي په ورسته پاتي افغانستان کي به کرزنده تليفون دعامو خلکو په جيب وي ؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب