یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د کریم خرم مرکه او د واقعیتونو د تحریف هڅې !

د کریم خرم مرکه او د واقعیتونو د تحریف هڅې !

 کبیر هسک

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم له امریکا غږ اشنا تلویزون سره د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په لومړي ځل یوه مرکه کې د افغانستان د وروستیو څو کلونو د بدلونونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

په دې مرکه کې ښاغلي خرم هڅه کوله، چې د ډېرو کابل کې پاتې سیاستوالو برعکس د یوه غیر طالب سیاستوال په توګه وغږیږي او د امکان تر حده د طالبانو د واکمن رژیم کړنې نقد کړي.

له دې اړخه او له دې پلوه، چې هغه اوس هم د رنګین دادفر سپنتا برعکس د ښاغلي کرزي وفادار ملګری پاتې شوی او پر هغو نظریاتو چې له پخوا یې لرل، د کلک پاتېدو هڅه کوله، دی یو ثابت سړی حسابېدای شي.

له دې اخوا، ځینې ټکي شته چې ویلی شوو د هغو په اساس ښاغلي خرم د واقعیتونو د تحریف هڅه کوله او د افغانستان په ننني ناورین کې یې د حامد کرزي او د هغه ټیم( له دې ډلې خپله ښاغلی خرم) پر ونډې سترګې پټولې.

د ښاغلي خرم د مرکې څو اساسي پيغامونه داسې خلاصه کولای شوو:

  • غني او ټیم یې امریکایانو او بهرنیانو سره تړلي وو، د سولې ضد، ناکام او د ننني وضعیت مسوولین هم دوی دي.
  • حامد کرزي جمهوریت رامنځته کړی او ساتلی و، سوله یې هم غوښته، جمهوریت یې هم ساته او بالآخره نه په هغه او نه په ټیم کې یې ذره خو نه وه.
  • کرزي د غني او جمهوریت تخریب نه دی کړی، وس یې هم نه درلود، یو مصلح او ګوښی ناستی سړی و.
  • طالبان یو څه ستونزې لري، چې د دوی په مشوره یې حل کړي، هر څه سم دي، خیر او خلاص.

د ښاغلي خرم په  خبرو کې د واقعیتونو د تحریف هڅه دا وه چې د شل کلن جمهوري نظام ټولې بدمرغۍ او ناکامۍ یې غوښتې د اشرف غني تر اوه کلنې دورې محدودې او بحث کړې.

په دې کې شک نشته، چې په حیث د فرد د جمهوریت په بدمرغیو کې د اشرف غني نقش ډېر بارز و، حتا د کرزي د ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال هم، ځکه دی د بن له غونډې د جمهوري نظام تر سقوطه که په افغاني اړخ کې د دغه نظام ډېر مهم اړخ نه و، د بهرنیانو د یوه ستر افغان سلاکار په توګه خو یې رول خورا څرګند و.

د ښاغلي غني او ټیم په اړه به یې له شک پرته د ښاغلي خرم زیاتې خبرې رېښتیا وي، خو پر هغو خبرو منکرېدل چې د جمهوريت په سقوط او د افغانستان په بربادۍ کې د ښاغلي کرزي د ټیم د نقش په اړه یې د دوی مخالفان یادوي، دا هم لمر په دوو ګوتو د پټولو هڅه ده.

کریم خرم او د اشرف غني نور مخالفان ټول هڅه کوي چې د سولې کیسه، د طالب د منزوي ساتلو او د قدرت په نشه کې غرقیدل یوازې د غني او ملګرو ستونزه یې وبولي، په داسې حال کې چې له کمې استثنا پرته، ډېر افغان سیاسي لوري او چارواکي په دې بد مرض اخته وو او اوس دا مرض طالبانو کې رېښې لري.

خرم به په یوه مرکه له تاریخ نه دا پټ کړای شي چې طالب خو په ۲۰۰۱ کې د یوه شړل شوي جریان په توګه سوله کوله، خو په ارزګان کې یې پر ضد جنګیدلی قومندان او د وخت ولسمشر حامد کرزي د امریکایانو د نه خپه کیدو لپاره دوی ته حد اقل د عادي وګړو په توګه افغانستان کې د ژوند حق ورنه کړ!

ښاغلی خرم، ښاغلی کرزی او نور نه پوهیږم څنګه په کابل کې د ابراهیم حقاني او ملا برادر په موجودیت کې داسې خبرې کوي؟

آیا دا ابراهیم حقاني چې د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته څو میاشتې کابل کې و او کرزي ته یې د دوی د بښلو واسطې لټولې، خو کرزي او د شمال ټلوالې واکمنو ملګرو یې رداوه او بیا یې پر امریکایانو بندي هم کړ، کرزي ته نه وایي چې ولې مې پر سترګو را ننوځې؟

ملا برادر نه ورته وایي چې د بښنې غوښتلو څومره لیکونه دې راته بې ځوابه پرېښودل او دا خبرداری دې بابیزه وګڼله، چې درته مې ویل موږ هم پاکستان ته په تګ مجبور شوي یوو، امریکایي چاپو نه مو خوندي او وطن کې مو شپو تېرولو ته پرېږده؟

ښاغلی خرم څه وایي چې هغه مهال د کرزي حقوقي سلاکار او که د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و؟

هغه چې بیا د کرزي د دفتر رئیس و او په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو وروسته یې د ملي حاکمیت د نقض او موازي حکومت نماېش نوم ورکاوه، دا ګنې د سولې د یوه ډېر مهم فرصت ضایع کېدل نه وو؟

خرم صاحب څه فکر کوي، چې که د قدرت لېونۍ مینه او د بهرنیانو په لاس له الفه تر یا د افغان سیاسي مداریانو لوبېدل نه وای، کرزی او غني به ولسمشران شوي وای، دی به د پیرګیلاني په لاس لاس ښکلولو د بن کنفرانس غړی او بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د ولسمشر رئیس دفتر شوی و؟

نه ابداً نه، تاریخ نه کرزی، نه احمدزی، نه برادر او حقانیان، نه اخوندان ، نه د شمال ټلوالې جنګ سالاران او نه له غرب او ګاونډه راغلي او بیا ور تښتېدلي د لاس آلې هېرولی شي.

خلکو لیدل چې کور ناستي توب ته نیږدې شوی کرزی د همدغه ښاغلي خرم په ځانګړي منځګړتوب له امریکا څخه د چین او د سیمې د نورو هېوادونو غېږې ته هم ځان اچوي، د خرم مطبوعاتي شبکې، په چین کې یې د کورنۍ د غړو په نوم او وسیله سوداګرۍ او ټول نور موضوعات د همدغه لوري بدلولو او بیا د سولې په نوم د خپلې مافیایي شبکې د امریکایي ملګري خلیلزاد په هڅه، په امریکایي بلاک کې له شاملیدو سرچینه اخلي.

د جمهوریت د مهال سیاسي لوبغاړي او اوسني مخالفان به یې په دې او نورو بڼو یو بل ډېر ورټي، سپک کړي او ملامت کړي، خو خلکو ته لکه د لاس پنځه ګوتې یو شان دي او ښه یې پېژني!

د تاند یادونه: تاند کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ استازیتوب نه کوي.

1 COMMENT

  1. خرم لا مړاوی شوی نه دی په کیسو
    دکرزی په منحوسه اداره او بدو څېرو
    وزیر نداف ټیپر خو هم تعریف لری
    ورک دې شی هغه وزیر چې نه پوهیږی په نزاکتو
    خرم خپله ګنګس دی ماغزه یې کار نه کوی په ګونګسو
    دوهم شعله یې دادفر سپانتا دی په بېغیرته تصمیمو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب